د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

یک شبنې د مرغومي ۱۹ مه


په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو د ځینو نورو مسایلو ترڅنګ کابل ته د هند د بهرنیو چارو وزیر په سفر او د افغانستان له لارې د ګازو د نل لیکې د مخنیوي لپاره د ایران په هڅو تبصرې کړي.

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼه لیکي، د هند د بهرنیو چارو وزیر، چې اوس مهال د افغانستان په سفر بوخت دی، په دې باور دی، چې د افغانستان له لارې تیریدونکی د ګازو نل لیکه به په دې پروژه کې د شاملو هیوادونو ترمنځ باور لا پیاوړی کړي.

د ورځپاڼې په وینا د اېس. اېم. کرشنا اشاره افغانستان، پاکستان، ترکمستان او هند ته وه، چې په دغه پروژه کې شامل دي.

خو ورځپاڼې وړاندې د کتونکو دا اندیښنه راخستي، چې ایران به خپله ټوله هڅه وکړي، څو د دې پروژې د پلې کیدو مخه ونیسي.

سرنوشت د کتونکو په حواله وړاندې لیکي، چې د ایران په پوله د افغان سوداګرو د تیلو د ټانکرونو درول هم د دې هڅو یوه برخه ده.

د ورځپاڼې په وینا د دې پروژې په وړاندې یو اساسي خنډ په افغانستان او پاکستان کې امنیتي ستونزې دي، خو ایران د دې ستونزې د لا پراختیا لپاره د القاعده یو شمیر غړي خوشې کړي، چې یو یې په پاکستان کې د القاعده مشر هم ټاکل شوی.

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې هم دا تایید کړې، چې ایران د افغان سوداګرو د ټانکرونو د درولو له لارې همدا هدف تعقیبوي.

ورځپاڼه لیکي، چې ایران غواړي د افغانستان له لارې د ګازو د نل لیکې د پروژې په مخنیوي سره پر هند او پاکستان خپل ګاز وپلوري او په دې ډول د خپلې اقتصادي ودې لپاره په سیمه کې ځان ته یو غښتلې مارکیټ جوړ کړي.

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي، چې ایران د افغان سوداګرو د ټانکرونو د درولو له لارې غواړي، په افغان حکومت فشار راوړي، څو د ولسي جرګې د تیرو انتخاباتو نتایج ومني.

د ورځپاڼې په وینا که دا نتایج ومنلی شي، نو ایران کولی شي، چې په ولسي جرګه کې د نفوذ له لارې نه یوازې په لویدیځ فشار راولي بلکې د دوی د ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د خپل نفوذ لپاره لار پرانیزي.

راه نجات نا دولتي ورځپاڼې بیا کابل ته د هند د بهرنیو چارو د وزیر د اوسني سفر ځینو نورو اړخونو ته کتنه کړې او لیکلي، چې دا سفر له پاکستان سره د دغه هیواد د رقابت له مخې کیږي.

ورځپاڼه لیکي، چې د اېس. اېم. کرشنا دا سفر کابل ته د پاکستان د صدراعظم د وروستي سفر په ځواب کې شوی.

ورځپاڼې د هند د بهرنیو چارو وزیر د سفر پروګرام ته په اشارې لیکلي، چې په دې سفر کې له هغو کسانو سره لیده کاته شامل دي، چې د پاکستان له صدراعظم سره یې لیدلي وو.

ورځپاڼې لیکلي، چې په افغانستان کې د بحران د اوږدیدو یو اساسي علت دا دی، چې یو شمیر هیوادونه د دوست په نامه له افغانستان نه د خپلو رقابتونو د ډګر په توګه کار اخلي.

ورځپاڼه افغان مشرانو ته سپارښتنه کوي، چې د دا ډول منفي رقابتونو مخه ونیسي او هغه هیوادونه، چې ځانونه د افغانستان دوست بولي باید په دې قانع کړي، چې د افغانانو ګټې په پام کې وساتي.
XS
SM
MD
LG