د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۶

له ویکي لیکس سره په تړاو امریکا له ټویټره معلومات غوښتي


د امريکا حکومت د تويتر له ټولنيز ويبسايټ څخه غوښتي د هغو کسانو په باب معلومات ورکړي، چې له ويکي ليکس ويبسايټ سره اړیکي لري.

د ويرجينيا ايالت يوې محکمې ويلي، له تويتر ويبسايټ څخه يې غوښتي، د دغو کسانو د نومونو، پتو او ټیليفون شمېرو په باب معلومات ور وسپاري. د ويکي ليکس ويبسايټ مسوولينو پرون شنبې وويل چې له ګوګل او فېسبوک ويبسايټونو څخه هم دغه ډول غوښتنه شوې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند فليپ کرولي وويل، خپرو شوېو اسنادو زيات کسان له خطر سره مخامخ کړي دي:

”موږ ته څرګنده شوې، چې د څوسوه کسانو ژوند په نړۍ کې له خطر سره مخامخ شوى دى، په دوي کې د مدني ټولنې کارکوونکي، خبريالان او حکومتي چارواکي شامل دي.

دا يوازې يو څو موارد دي، موږ په انفرادي ډول له هغو کسانو سره چې ژوند يې په خطر کې دى، څه مرسته کړې او هڅه کوو ځانونه وروسوو، چې وضعيت يې ځان ته معلوم کړو“

ويکي ليکس چې په تېر نومبر مياشت کې يې د افغانستان او عراق په باب د امريکا په زرګونو پټ ډيپلوماتيک اسناد خپاره کړل، لوېديځ حکومتونه په غوسه کړي دي.

د امريکا حکومت هڅه کوي د دې ويبسايټ مسوول جوليان اسانژ د دغو اسنادو د خپرېدو له کبله تورن کړي.
XS
SM
MD
LG