د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۵

دفاع وزارت افغانستان ته د هالنډي روزونکو هر کلی کوي


جنرال عتیق الله امرخیل وايي، چې د افغان امنیتي ځواکونو د روزني ښه لاره دا ده، چې افغان استادان یې وروزي.
جنرال عتیق الله امرخیل وايي، چې د افغان امنیتي ځواکونو د روزني ښه لاره دا ده، چې افغان استادان یې وروزي.

د افغانستان د دفاع وزارت د هالنډ د دې پرېکړي هر کلی کړی، چې وايي افغانستان ته سلګونه پوځي روزونکي لیږي. دغه وزارت وايي، چې په دې سره به افغان پوځ لا غښتلی شي.

د افغانستان د دفاع وزارت د نورو روزونکو د رالیږلو لپاره د هالنډ د پریکړې تود هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې له دې سره به په افغانستان کې د امنیتي ځواکونو د روزلو بهیر لا ګړندی شي.

د افغانستان د لوی درستیز مرستیال جنرال محمد اکرم د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې د افغان پوځ د ښې روزنې او غښتلتیا لپاره دغه ځواک روزنې او ښوونکو ته اړتیا لري.

"زه دا یو مثبت ګام بولم، د سربازانو د روزنې لپاره باید په کافي اندازه پروفیشنل استادان ولرو. د ملي اردو د روزنې مسوولیت د ناټو په غاړه دی.

نو زه ښوونې او روزنې ته لومړیتوب ورکوم، چې افغان سرتیري وکړاي شي، چې یو پېچلي تخنیک د دوی اختیار کې وي نو دوی به وکړای شي چې په ښه توګه یې وکاروي."

وروسته تر هغه چې هالنډ تیره میاشت خپل ځواکونه له افغانستان څخه وایستل، اوس راپورونه وايي، چې دغه هیواد غواړي ۵۴۵ تنه نور پوځي روزونکي د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره افغانستان ته ولیږي.

د هالنډ پارلمان افغانستان ته د دغو روزونکو لیږل تایید کړی دی.

په وروستیو کلونو کې هغه هیوادونه چې د ناټو په چوکاټ کي په افغانستان کې پوځیان لري، د افغان پوځیانو او پولیسو په روزلو کې یې برخه اخیستې ده.

د پوځي چارو څېړونکي په دې باور دي، چې د روزني په دغه بهیر کې د یو ځانګړي سیستم په نه موجودیت سره ستونزي هم وې.

دوی دا هم وايي، چې افغان امنیتي ځواکونه اوس د بیلابیلو هیوادونو د پوځي روزونکو له خوا روزل کیږي، چې یو واحد پوځي سیسټم نه شي جوړوالی.

جنرال عتیق الله امرخیل وايي، چې د افغان امنیتي ځواکونو د روزني ښه لاره دا ده، چې افغان استادان یې وروزي.

"د بېلابېل هېوادونو بېلابېل روزنکي د خپلو هېوادو په نظامي قوانینو باندې زموږ سرتیري روزي، نو تکیتکي یو واحد سیستم نه رامنځته کیږي، نو ښه به دا وه، چې یو واحد هېواد ته دا چارې په غاړه ورکړای شوې وای او په راتلونکي یې تعلیمات هم لیکل شوې وای، چې د هغه په اساس باندې اردو روزل شوې وای.

تر ټولو ښه لاره دا ده، چې کال په کال زموږ روزونکي د روزنې لپاره بهر ته ولېږل شي، چې هغوی په راتلونکي کې ښه روزنه وکړای شي."

ویل کیږي، چې په افغان پوځیانو او پولیسو کې د لیک لوست ټیټه کچه یوه لویه ستونزه ده، چې نړیوال روزونکي یې هم په افغانستان کې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د ناټو د روزونکي ماموریت قومندان جنرال ویلیم کالډویل ازادي راډیو ته وویل، چې افغان ځواکونو ته د لیک لوست د کورسونو پیل شوي او هیله لري، چې دغه ستونزه حل شي.

د دغه ماموریت د معلوماتو له مخې، اوس مهال افغانستان ۱۴۹۰۰۰ پوځیان او ۱۱۵۰۰۰ پولیس لري.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG