د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۶

شنبې د مرغومي ۱۸مه


پاکستان ته د سولې د عالي شورا د پلاوي سفر او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې د ګډې جرګې پر جوړولو هوکړه هغه مسایل دي، چې د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې راخیستي دي.

خدمتګار:

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې د سولې د عالي شورا پلاوې له پاکستان نه تش لاس راګرځي او د ورځپاڼې په وینا د دې یو اساسي علت دا دې، چې له مخامخ خبرو نه د مخالفینو انکار په افغانستان کې د خبرو له لارې د سولې چانس کموي.

ورځپاڼه لیکي، چې د دغه سفر په ترڅ کې دواړو لورېو د سولې د یوې ګډې جرګې په جوړېدو هوکړه کړې، چې میاشتې وروسته به جوړیږي.

خو ورځپاڼې لیکلي، چې داسې یوه جرګه پخوا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ جوړه شوې وه، چې د امن ګډه جرګه بلل کیدله، خو د ورځپاڼې د دې جرګې پریکړې هیرې کړای شوي او بیا یي چا پوښتنه نه ده کړې.

خدمتګار د امن جرګې د پریکړو د سبوتاژولو پړه تر ډیره په پاکستاني چارواکو اچولې او دا یي هم لیکلي، چې داسې هیڅ ضمانت نشته، چې د راتلونکې جرګې پریکړې دې سبوتاژ نه شي.

ویسا:


ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا که څه هم پاکستان ته د سولې د عالي شورا د حسن نیت سفر بللې خو په دې یی ټینګار کړې، چې پاکستان باید د افغانستان په وړاندې په خپلو کړنو کې صداقت وښیي.

ورځپاڼې د پاکستان له ولسمشر سره د سولې د عالي شورا د پلاوی لیدنه د افغانستان د نظر د څرګندولو لپاره یو ښه چانس بللې او ویلي، چې پاکستان ته پکار ده، چې په افغانستان کې د امنیت په ټینګښت کې همکاري وکړي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي، چې د سولې د عالي شورا پلاوې باید پاکستان ته له خپل دې سفر نه زیاته استفاده وکړي او د خپلو هڅو لپاره د دغه هېواد بشپړ ملاتړ جلب کړي، ځکه د کورني ملاتړ ترڅنګ د دې شورا د بریالیتوب لپاره د پاکستان ملاتړ خورا ضروري دې.

سرنوشت:


سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا په یو مطلب کې د ناټو د چارواکو په حواله لیکلي، چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره جګړه اړینه ده.

ورځپاڼې لیکلي، چې ناټو په پام کې لري، چې په روان میلادي کال کې پر وسله والو مخالفینو خپلو پوځي فشارونو ته نه یوازې دوام ورکړي، بلکه په هغو کې زیاتوالې راولي.

خو ورځپاڼې دا ویره څرګنده کړې، چې ممکن د ناټو دا دریځ په افغانستان کې د سولې روانې هڅې، چې د سولې د عالي شورا په چوکاټ کې روانې دي اغیزمنې کړي.

د ورځپاڼې په باور په یو وخت کې د سیاسي او پوځي هڅو دوام به د یو بل په وړاندې خنډونه رامنځ ته کړي.
XS
SM
MD
LG