د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۴۵

د افغان ملي اردو او پولیسو لپاره نور څلوېښت زره پرسونل روزل کیږي


د افغان امنیتي ځواکونو لیکو ته د څلوېښت زره اضافي سرتېرو له استخدام سره به د ملي اردو د سرتېرو شمېره له دوو لکو تر دوه لکه څلوېښت زرو ته ورسېږي چې له دې سره به د ټولو امنیتي ځواکونو شمېره له څلور لکو واوړي.

افغان او لویدیځ چارواکي وايي، د افغان امنیتي ځواکونو د زیاتولو په برخه کې د دوي ترمنځ مخکینی توافق شته، خو دوي د څلوېښت زره نورو سرتېرو د زیاتولو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه لیکي، له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د نړېوال ائتلاف د ځواکونو وتل د افغان امنیتي ځواکونو له پیاوړتیا او د چارو د نوښت له اخیستو سره تړلي دي.

ورځپاڼه د ملي دفاع وزارت د ویاند جنرال ظاهرعظیمي له قوله لیکي چې وايي، افغانستان د امنیتي ځواکونو له کمښت سره مخامخ دی او د روانې جګړې لپاره نورو سرتېرو ته هم اړتیا شته.

د ناټو غړو هېوادونو له دې مخکې د افغان قواوو د روزنې د کیفیت له پلوه اندېښنه درلوده او له همدې امله یې څلورو لکو ته د افغان ځواکونو د شمېرې د اوچتولو د طرحې په وړاندې مقاومت کاوه.

د وال سټریټ ژورنال په وینا، ترټولو عمده اندېښنه د پولیسو په لیکو کې د نشه یي مواد اعتیاد او فساد او د ملي اردو په لیکو کې د خدمت د دوام اندېښنې دي.

د مثال په ډول په تېره سپټمبر میاشت کې د ملي اردو له لیکو څخه ۱۲۰۰ کسان تښتېدلي، په داسې حال کې چې د تېرکال په ترڅ کې یوازې ۸۰۰ کسان په ملي اردو کې استخدام شوي.

یو کال مخکې د ملي اردو لپاره د ۱۷۱ زره او د ملي پولیسو لپاره د ۱۳۴ زره کسانو د نیولو هدف ومنل شو او په تېره اکتوبر میاشت کې د ملي اردو شمېر ۱۴۶ زره او د پولیسو شمېر ۱۱۶ زرو ته ورسېد.

د افغانستان د امنیتي ځواکونو د شمېر زیاتولو خبر په داسې حال کې ورکول کېږي، چې د امریکا دفاع وزیر رابرت ګېټس افغانستان ته د پلیو سمندري ځواکونو د څوارلس سوه کسیز اضافي ځواک د استولو خبر ورکړی. امریکايي چارواکي وايي چې د نويو سرتېرو استول به په روانه میاشت کې پیل او د پسرلي له رسېدو سره سم به بشپړ شي.

مرستندوېو هېوادونو له ۲۰۰۳ کاله نیولې تر ۲۰۰۹ پورې د افغان ځواکونو پر روزنې او تجهیز شاوخوا شل میلیارده او په تېر یوه کال کې شل میلیارده نور ډالر لګولي دي خو معلومه نه ده چې د نویو څلوېښت زره سرتېرو پر روزنه او تجهیز به نور څومره لګښت راشي.
XS
SM
MD
LG