د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

نظربايف:زما د واکمنۍ دوره دې تر ۲۰۲۰ پورې نه غزیږي


د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظربايف
د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظربايف
د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظربايف دا نظر رد کړ، چې د ملي ټولپوښتنې د ترسره کولو له لارې غواړي چې د خپلې واکمنۍ دوره تر ۲۰۲۰ پورې اوږده کړي.

ده ټولپوښتنه په هغه فرمان کې رد اعلان کړه، چې د جمعې په ورځ د قزاقستان د ولسمشرۍ له ماڼۍ څخه خپور شو،خو د نظر بايف منتقدان د ده فرمان ردوي او هغه د ولسواکۍ يو نمايش بولي.

د قزاقستان ولسمشر، چې له ډېرو کلونو راهيسې قدرت په لاس کې لري، د جمعې په ورځ په يوه ملي ټولپوښتنه کې تر ۲۰۲۰ پورې خپل واک ته د دوام ورکولو نظر رد کړ.

نظربايف په اساسي قانون کې د تغيير راوستلو په باب د پارلمان هڅه رد کړه، د ښاغلي نظربايف د واک د مودې د اوږدولو لپاره د ټولپوښتنې نظراصلاً يوه مياشت دمخه د ايرلان سيديکوف په مشرۍ د نظربايف د يوې پلوي ډلې له لوري مطرح شو.

د نظربايف پلويانو وروسته د ټولپوښتنې په ملاتړ کې د خلکو د لاسليکونو ټولولو ته ملا وتړله .د سيديکوف په ادعا دوه میليونه او شپږ لکه لاسليکونه يې ټول کړل چې د ټولپوښتنې ترسره کېدل يې تاييدواوه.

سيديکوف وويل، د ولسمشرله پرېکړې سره سره چې پارلمان په اساسي قانون کې له تعديله منع کوي، دوي خپل پلان ته دوام ورکوي، ده زياته کړه:

«موږ غواړو هرڅومره زيات لاسليکونه چې ممکن وي، راټول کړو څو د ټولپوښتنې د ترسره کولو لپاره زموږ غوښتنه او نوښت د قناعت وړ شي.»

د امريکا متحدو ايالتونو د ټولپوښتنې پر وړانديز انتقاد کړی او هغه يې له ولسواکۍ څخه شاتګ بللي دي.

په قزاقستان کې د امريکا سفيرريچارد هوګلند تېره اوونۍ وويل، د هغو خلکو لپاره چې د ديموکراسۍ چانس لري بايد تر دې زياته ازادي ولري چې يوازې هو او يه ووايي.دلته بايد د مختلفو مفکورو او بېلابېلو شخصيتونو غږ ته اجازه وي.

نظربايف له ۱۹۸۹ څخه د قزاقستان واکمن دی، ده هر وخت چې غوښتي اساسي قانون يې په خپله خوښه بدل کړي دي.
XS
SM
MD
LG