د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۸

د وسله والو طالبانو په شمېر کې ولې کموالی نه دی راغلی؟


اسوشیتیدپریس خبري اژانس د نړېوالو پوځي چارواکو او ډيپلوماټانو له قوله په یوه راپور کې لیکي چې د افغانستان په جنوب کې د پراخو پوځي عملیاتو او د طالب مشرانو د انفرادي وژنو په ګډون د امریکا او ناټو له پراخو هلوځلو سره سره په تېر یوه کال کې د وسله والو طالبانو په شمېر کې کموالی نه دی راغلی.

د ناټو یوه مقام په روانه اونۍ کې د نړېوال ائټلاف د اټکلونو په حواله وویل چې اوس مهال د وسله والو طالبانو شمېره شاوخوا پنځه ویشت زره کسانو ته رسېږي. له دې مخکې پوځي چارواکو او ډيپلوماتانو هم د طالبانو شمېره همدومره ښودلې وه.

یوکال مخکې چې امریکا او متحدانو یې، افغانستان ته څلوېښت زره اضافي سرتېري لانه و، استولي او د کندهار ښار په شاوخوا او هلمند ولایت کې پراخ پوځي عملیات نه وو پیل شوي، هم د طالبانو په لیکو کې په همدې شمېر وسله وال وو.

د ناټو په مشرۍ ايساف ځواکونو د وسله والو په شمېر کې د زیاتوالي خبره پټه ساتلې ده، خو په ملکي څېړنو کې ویل کېږي چې په ۱۹۹۳ کال کې د طالبانو په لیکو کې یوازې پنځه سوه کسان وو، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۰ کال کې یې شمېر ۲۵ زرو ته رسېدلی.

د ناټو یاد شوی مقام وايي، چې دا شمېره اټکلي ده، ځکه ډېره ګرانه به وي چې د طالبانو غړي یو په یو وشمېرل شي.

اسوشیتېد پریس خبري اژانس لیکي، وسله وال طالبان د ایساف له ۱۴۰ زره سرتېرو سره چې دریمه برخه یې امریکايان دي او له څه باندې دوه لکه افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

اژانس زیاتوي، په دې ډول په افغانستان کې دېره نړیوال ځواکونه د طالبانو په پرتله نژدې دولس ځلې زیات دي چې د ګوریلایي جګړو په تاریخ کې دا ترټولو لوی توپیر دی، ځکه د ویتنام د جګړې په اوج کې د امریکا او د هغې د متحدانو ځواکونه د خپل کمونیست دښمن په پرتله څلور- پنځه ځلې زیات وو.

د نړیوالو قواوو د شمېر له زیاتوالي سره په افغانستان کې هم جګړه توده شوه او هم پوځي او ملکي تلفات زیات شول. طالبان که څه هم دا توان لري چې د خپلو وژل شویو کسانو لیکې په نویو جنګیالیو ډکې کړي، خو نړیوال اېتلاف ټینګار کوي چې رښتینی پرمختګ یې کړی. دوی وايي چې سلګونه طالبان یې وژلي او ځینې نوریې دې ته اړایستي دي چې له جنوبي ولایتونو څخه ووزي.

د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ رسموسین وايي، که دوه زره لسم کال ته کتنه وشي نو وبه لیدل شي چې ناټو له سختو جګړو وروسته ښه پرمختګ هم کړی. دی وايي چې ناټو ډېره ښه ستراتیژي لري او د هغې د عملي کولو لپاره کافي امکانات هم ورسره دي.

د پوځي چارو کارپوهان د ښاغلي رسموسین له دې وینا سره موافق دي چې نړیوال ائتلاف په افغانستان کې د جګړې نوښت په لاس کې اخیستی دی.

د امریکا د اوهایو ایالت په دولتي پوهنتون کې د پوځي تاریخ استاد، متقاعد ډګروال پیټرمنصور وايي، په داسې حال کې چې طالبانو ته په جګړو کې سخت تلفات اوښتي دي د وسله والو جنګیالیو په شمېر کې نه بدلون د جګړې په ډګر کې د حقیقت ښکارندویي نشي کولای.

ښاغلي منصور له اسوشېتیدپریس آژانس سره په مرکه کې ویلي دي چې د طالبانو ګڼ شمېر قوماندانان د جګړې له لیکې اېستل شوي دي. دی زیاتوي چې راتلونکی کال به د طالبانو لپاره ټاکونکی وي، ځکه دوی به هڅه وکړي چې د کندهارښار په شاوخوا او هلمند ولایت کې خپلې له لاسه تللې سیمې بېرته ونیسي او هغه مهال به څرګنده شي چې آیا دوی به د خپلو وژل شویو کسانو ځایونه بېرته ډک کړای شي کنه؟

ځینې نور څارونکي بیا خبرداری ورکوي چې د نړیوال ائتلاف دا بریاوې ښايي هسې ضایع شي، ځکه چې طالبان مات شوي نه دي، بلکې د زیات ځواک په لیدو سره یې یوازې په شاتګ کړی. دوی په دې نظر دي چې طالبان د چریکي جګړو له تکتیک سره سم د هېواد نورو سیمو ته په شا شوي او په نتیجه کې یې وسله وال پاڅون د افغانستان نورو سیمو ته غځول شوی دی.

د مونتي نېګرو د پوځ متقاعد جنرال یوووکپیچیچ Jovo Kapicic چې د دوهمې نړیوالې جګړې په کلونو کې یې د اشغال شوې یوګوسلاویا په لومړۍ عصري چریکي جګړه کې برخه لرله وايي، د یاغي وسله والو تلفات که څومره هم زیات وي، خو د نویو کسانو استخدام د دوی لپاره کوم ستونزمن کار نه دی.

کپیچیچ زیاتوي، هغه چریکي ډلې چې خلک یې ملاتړ کوي، تل بیارا څرګندېدای شي.
په عین حال کې ځینې نور څارونکي بیا استدلال کوي چې د ناټو دا اعلان چې وايي د ۲۰۱۴ کال ترپایه به خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي، نړیوال ائتلاف په داسې یوه دريځ کې بند کړی چې امکانات یې ډېر محدود شوي. د دوی په وینا له همدې کبله طالبانو ځان ته یو روښانه هدف ټاکلی او هغه دا چې تر راروانو یونیم دوو کلونو پورې چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه وزي، ځان ژوندی وساتي.
XS
SM
MD
LG