د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۱

په کندهار کې ځان مرګي برید ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله


د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې يوې ځان وژونکي حملې ديرلس تنه ووژل او ١٧ لس تنه نور يي ټپيان کړه.

د سپين بولدک ولسوالۍ د سرحدي پوليسو درستيزوال جنرال رازق ازادۍ راډيو ته وويل، چې ځان وژونکي د سپين بولدک په بازار کې يوه شخصي حمام ته ننوتلی او هلته يي ځان ته چاودنه ورکړی.

د جنرال رازق په خبره په وژل شوو کې يو د پوليسو افسر او پاتې دولس تنه ملکي وګړي دي، رازق زياته کړه چې په پېښه کې١٧ تنه ټپيان شوي چې پنځلس يي عام وګړي او دوه پوليس دي، د جنرال رازق په خبره د پېښې هدف د پوليسو وژل شوی افسر وو:

(۱۳ وژل شوي او ۱۷ ټپيان دي دا يو ځان مرګۍ برید وو او حمام ته ننوتلی وو هلته ځان ته چاودنه ورکړې.)

خو د بريد مسوليت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی، بولدک د کندهار ښار څخه ختيځ لور ته په ١١٠ کیلومترۍ کې د پاکستان سره پر پوله پرته ولسوالۍ ده.

راپور-محمد صادق ریښتینۍ،کندهار
XS
SM
MD
LG