د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

ويسا:په کندهار کې به د اميد عمليات ۱۸ میاشتې نورهم وغځیږي


د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا
د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا
د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا وايي، په کندهار کې د اميد عملياتو ښه نتيجه ورکړي او په هغه ولسواليو کې لکه ارغنداب ډنډ ژیړۍ او پنجوايي کې چې دغه عمليات وشو په هغه سيمو کې د دولت د وسلوالو مخالفينو فعاليتونه کم شوی دی.

د والي په خبره د اميد عمليات به اتلس مياشتې نور هم دوام وکړي او د کندهار هغه ولسوالۍ چې اوس د دولت د وسلوالو مخالفينو په لاس کې دي تصفيه شي:

(امنيتي حلقه پراخيږي داسې نه ده چې يوازې دې دا څلور ولسوالۍ د امنيتي پلان لاندې وي بلکې نورو هغه سيمو ته چې اوس دولتي حاکميت هلته نشته هم د دولت واک وغځول شي.)

په کندهار کې د٢٠٥ اتل قول اردو قومندان بريد جنرال عبدالحميد خبريالانو ته وويل، په راتلونکو اتلسو مياشتو کې به د اميد عمليات د کندهار تر څنګ د زابل او ارزګان ولايتونو ته هم وغځول شي او هغه سيمې به تصفيه شي چې اوس د دولت د وسلوالو مخالفينو په لاس کې دي:

(موږ اميدواره يو چې په دغه اتلسو مياشتو کې د کندهار په نورو ولسواليو کې امنيت ښه شي او د دې تر څنګ د کندهار ګاونډېو ولايتونو لکه زابل او ارزګان او ان هلمند کې حالت ښه شي او دوښمن ته ماته ورکول شي او خلکو ته د کار او بيارغونې زمينه برابره شي.)

ارغنداب ډنډ ژیړۍ او پنجوايي د کندهار هغه ولسوالۍ دي، چې د څلورو مياشتو په اوږدو کې په کې د اميد عمليات وشو که څه هم دولت ادعا كوي چې دغه سيمې يي په بشپړه توګه د وسلوال طالبان څخه پاکې کړي خو ډيرى وختونه وسلوال طالبان په يادو ولسواليو كې پر كورنيو او بهرنيو سرتېرو د چاودونو او وسلوالو بريدونو ادعاوې كوي.

راپور- محمدصادق رښتيني، کندهار
XS
SM
MD
LG