د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

عظيمي: په ټول هېواد کې د امید په نامه ګډ پوځي عملیات پیلیږي


عظیمي وايي د دغو عملیاتو ستر هدف په ولایتونو کې ثبات او د ښه حکومتدارۍ ټینګښت دی.
عظیمي وايي د دغو عملیاتو ستر هدف په ولایتونو کې ثبات او د ښه حکومتدارۍ ټینګښت دی.
د امید په نوم دا ګډ پوځي عملیات د امنیت د ټینګښت، د خلکو د ملاتړ د ترلاسه کولو، ښې حکومتدارۍ ته د زمینې برابرولو، د وسله والو مخالفانو د فعالیتونو د مخنیوي او دغه راز په افغانستان کې د پراختیایي پروژو د عملي کولو په هدف ترسره کیږي.

د دفاع وزارت چارواکي وایي، چې د ملي اردو په مشرۍ د افغان او بهرنیو ځواکونو دا ګډ پوځي عملیات به په راتلونکي یونیم کال کې په ټول افغانستان کې ترسره شي او د ښه او منظم ترسره کیدو لپاره یې په هرولایت کې د دې وزارت له خوا څیړنې رواني دي.

د دې وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې هڅه کیږي د امید د عملیاتوپه ترڅ کې د دې هیواد په هره برخه کې د بیارغونې د پروژو عملي کیدو ته هم زمینه برابره شي:

"دا یو عمومي پلان دی. اوس چې د ملي امنیت لوی درستیز د هېواد ولایتونو ته په سفر تللی، هغه دا بررسي کوي، چې په کوم ولایت کې څه ډول عملیات باید ترسره شي او د ملي اردو قول اردوګانو هم خپل پلانونه جوړ کړي دي.

د دغو عملیاتو ستر هدف په ولایتونو کې ثبات او د ښه حکومتدارۍ ټینګښت دی."

ده دا هم وویل، چې په تیرمیلادي کال کې د افغانستان په جنوب کې د وسله والو ځپلو ته ډیره پاملرنه وشوه، چې له امله یې د دې هیواد په شمال کې نا امنۍ او دوسله والو مخالفانو فعالیتونو زور واخیست.

د دفاع وزارت ویاند وویل، چې په روان کال کې به د افغانستان په شمال کې د نا امنو سیمو د امنیت ټینګښت ته ځانګړې پاملرنه وشي او هڅه کیږي، چې په شمالي ولایتونو کې خلک په عادي ډول خپل ژوند ته دوام ورکړي.

جنرال عظیمي وویل، چې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې هوایي ځواکونو ته د الوتکو په ګډون یو څه امکانات او تجهیزات برابر شوي خو په روان میلادي کال کې د هوایي ځواکونو د پیاوړي کولو لپاره ځانګړې بودجه بیله شوې ده:

" د افغان ځواکونو ته د نورو پراختیاوو ترڅنګ چې په پام کې نیول شوي، د هوایي ځواکونو په برخه کې به ځانګړې تمرکز وشي.

موږ تمه لرو، چې د هوایي ځواکونو وړتیا د روزنې، الوتکو او نورو تجهیزاتو له پلوه لا ښه شي.

اوس موږ له نړیوالو سره په دې خبرې کوو، چې زموږ په خوښه ښې او جګ ماډل الوتکې زموږ هوایي ځواک ته په پام ونیول شي."

جنرال عظیمی څرګنده کړه، چې دا مهال د ملي اردو د ځواکونو شمیر نږدې یولک اوپنځوس زرو تنو ته رسیدلی او د روان میلادي کال ترپایه پورې به دا شمیر یولکو یو اویا زرو ته ورسیږي.

د لیزبن د پریکړې پراساس د ۲۰۱۴ میلادي کال ترپایه به په افغانستان کې د امنیت ساتلو ټول مسوولیت افغان ځواکونو ته وسپارل شي، جنرال ظاهرعظیمي هم همدې ټکي ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې له بهرنیو ځواکونو سره په همغږۍ په دې جدي کار روان دی، چې په راتلونکوڅلورو کلونو کې افغان ځواکونه په یوازې توګه د خپل هیواد د امنیت ساتلو جوګه شي.
XS
SM
MD
LG