د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۲

چهار شنبې د مرغومي ۱۵ مه


په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن تر ډیره هغو اهدافو ته کتنه کړې، چې ایران یې د افغان سوداګرو د ټانکرونو د درولو له لارې ترلاسه کول غواړي.

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې په خپل یو تفصیلي مطلب کې د ایران له خوا د افغان سوداګرو د ټانکرونو درول، په افغانستان کې د ولسي جرګې له انتخاباتو سره تړلی بللی.

ورځپاڼه لیکي، چې ایران د دغو ټانکرونو د خوشې کولو لپاره دا شرط وړاندې کړي، چې په افغانستان کې د انتخاباتي درغلیو د څیړلو لپاره جوړه شوې ځانګړې محکمه باید د انتخاباتو د خپلواک کمسیون له خوا اعلان شوي نتایج ومني.

ورځپاڼې وړاندې په دې موضوع بحث کړی، چې ایران ولې یوه داسې ولسي جرګه غواړي، چې مولانا معنوي ته منظوره ده.

د ورځپاڼې په باور د انتخاباتو د کمسیون له خوا په پیشنهاد شوې ولسي جرګه کې د هغو خلکو اکثریت دی، چې ایران پرې حساب کولی شي.

خدمتګار په ۱۳۸۶ لمریز کال کې د ولسي جرګې له خوا د وخت د بهرنیو چارو د وزیر ډاکټر سپنتا استیضاح ته اشاره کړې او د ښاغلي سپنتا په حواله یې لیکلي، که یې د ایران غوښتنې منلې وای نو نن به دې نه استیضاح کیده.

ورځپاڼه بالاخیره دې نتیجې ته رسیدلې، چې تهران غواړي نه یوازې د افغانستان په حکومت کې، بلکې په ولسي جرګه کې او په مخالفو وسله والو ډلو کې د پراخ نفوذ له لارې د افغانستان له حالاتو د لویدیځ په خلاف کار واخلي، د ګازو د نل لیکې پروژه خپله کړي او د اوبو له اړخه خپله ستونزه هواره کړي.

خو سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا له ځانګړې محکمې نه غوښتي، چې ورسپارل شوې مساله په سمه توګه وڅیړي او د قانون په رڼا کې دې چلند وکړي.

د ورځپانې په وینا د ځانګړې محکمې اساسي دنده دا ده، چې ولسي جرګې ته د هغو کاندیدانو د ورتګ مخنیوې وکړي، چې درغلۍ یې کړې او په دې ډول باید د لوی بحران د رامنځ ته کیدو مخنیوی وکړي.

ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا د ایران له خوا د افغان سوداګرو د ټانکرونو درول او بیا د پاکستان د کراچۍ په بندر کې د سلګونو کانټینرونو ځنډول د افغانستان اقتصادي محاصره بللی، چې د ورځپاڼې په وینا یو نوي بحران ته لار پرانیزي.

ورځپاڼې د دې وروستۍ ستونزې د هواري لپاره تهران ته د افغان چارواکو پرله پسې سفرونو ته په اشارې لیکلي، چې دغو هڅو لا هم کومه نتیجه نه ده ورکړې او د هغې اساسي علت ښایی دا وي، چې د حکومت دا هڅې تر ډیره سمبولیک دي.

ورځپاڼې وړاندې دا خبرداری ورکړی که افغان حکومت له ایران او پاکستاان سره د موجوده ستونزې د هواري لپاره کوټلې ګامونه پورته نه کړي نو ممکن افغانستان له یو جدي اقتصادي بحران سره مخ شي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د افغانانو په وړاندې د ایران د چلند وروستیو بیلګو ته په اشارې لیکلي، چې ایران د ورور د کلمې په کارولو سره افغان کډوال تروروي.

خو دې ورځپاڼې د افغان دولت مخالفینو ته په خطاب کې ویلي، چې په ګاونډیو هیوادونو کې د افغانانو د دې ناوړه حالت یو اساسي علت په هیواد کې روانه جګړه ده.

ورځپاڼې د دولت له مخالفینو غوښتي، چې له دولت سره یو ځای شي او د هیواد د بیارغونې لپاره کار وکړي، څو افغانان د ګانډیو هیوادونو د دا ډول مظالمو ښکار نه شي او په خپل هیواد کې د عزت ژوند وکړي.
XS
SM
MD
LG