د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

عمر: له ګاونډیو سره د ښو اړېکو دوام د هغوي نیت پورې اړه لري


ښاغلی عمر وايي، هیله مند یو، چې ایران له افغانستان سره د دوستانه اړیکو په چوکاټ کې دغو ستونزو ته د پای ټکی کیږدي.
ښاغلی عمر وايي، هیله مند یو، چې ایران له افغانستان سره د دوستانه اړیکو په چوکاټ کې دغو ستونزو ته د پای ټکی کیږدي.
د ولسمشر کرزي ویاند وایي، چې افغان حکومت له ایران او ټولو ګاونډیو هیوادونو سره ښې اړیکې ساتل غواړي خو د دغو دوستانه اړیکو دوام د ګاونډیو هیوادونو ښه نیت پورې تړاو لري.

وحید عمر دا څرګندونې وروسته ترهغې وکړې، چې ایران له خپلې کړې ژمنې سره سره بیا هم د افغان سوداګرو د تیلو ټانکرونو ته اجازه ورنه کړه چې افغانستان ته ولیږدول شي.

دغه راز په کابل کې د یوه خصوصي تلویزیون له لارې داسې تصویرونه خپاره شول چې د ایران د سرحدي پولیسو له خوا د یوشمیر افغانانو وژل اوټپي کیدل ښیي.

ښاغلي عمر وویل، چې افغان حکومت هڅه کوي، چې له ټولو ګاونډيو هیوادونو سره خپلې اړیکې ټینګې او دوستانه وساتي. خو څرګنده یې کړه، چې ایران او نور ګاونډي هیوادونه هم باید دغو ښو اړیکوته په درنه سترګه وګوي:

"د ایران له اسلامي جمهوریت سره مو اړیکې د ګاونډیتوب او دوستانه اړیکې وي. د افغانستان اوسنی حکومت مطلق په دې نظر دی چې له خپلو ګاونډیو سره ښې اړېکې ولري. خو به دې صورت چې دوه اړخیزه حسن نیت او همکاري موجود وي.

موږ هیله مند یو، چې ایران له افغانستان سره د دوستانه اړیکو په چوکاټ کې دغو ستونزو ته د پای ټکی کیږدي."

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې د افغان سوداګرو څه باندې شپاړس سوه د تیلو ټانکرونه له کابو یوې میاشتۍ راهیسې د ایران په خاوره کې په دې پلمه درول شوي، چې ګوندې په افغانستان کې بهرنیو ځواکونو ته لیږدول کیږي.

دغه راز په کابل کې د طلوع نیوز د خصوصي تلویزیون له لوري تازه داسې تصویرونه هم خپاره شول، چې د ایران د سرحدي پولیسو له خوا د یوشمېر افغان کډوالو وژل اوټپي کیدل ښیي.

دغو دواړو مسالو افغان حکومت او خلک ډېراندیښمن کړي او داسې هم ویل کیږي، که چیرې ایران د افغان سوداګرو مالونه ژر خوشې نه کړي او خپاره شوي تصویرونه رښتیا وي، نوښایي چې د افغانستان او ایران دوستانه اړیکې خړې پړې کړي.

خو د ولسمشر کرزي ویاند وحید عمر وایي، چې د دې دواړو ستونزو د حل او څیړنې لپاره د سوداګرۍ او بهرنیو چارو وزارتونو ته دنده سپارل شوې ده:

"د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر ته دنده وسپارل شوه، چې دا موضوع یوځل بیا د ګاونډي هیواد ایران له چارواکو سره مطرح کړي.

د تصویرونو په اړه باید ووایم، چې دا به له ډپلوماټیکو لارو څخه وڅیړل شي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ایران د بهرنیو چارو له وزارت سره په تماس کې دی، چې دا مساله روښانه شي.

زمونږ هیله داده چې دا وېډېو ناسمه وي."

ایران په تیرو نهو کلونو کې څو ځلې د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې د پخوانیو کړیو موافقو په خلاف عمل کړی او دغه راز په نوموړي هیواد کې یې د افغان کډوالو په وړاندې جدی او ناسم چلند کړی، حتی دامهال د نوموړي هیواد په زندانونو کې سلګونه تنه هغه افغانان پراته دي چې په اعدام محکوم شوي دي.

که څه هم په کابل کې د ایران سفارت د نوموړي هیواد د سرحدي ځواکونو له خوا د افغانانو د وژل کیدو او ټپي کیدو خپاره شوي تصویرونه دروغ او ناسم بللي خو په افغانستان کې ځینو خلکو او د دې پیښو د قربانیانو دوستانو دا تایید کړې، چې دا تصویرونه سم اورښتیا دي.
XS
SM
MD
LG