د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

د ننګرهار په ګمرک کې د ۷۴ميليونه افغانيو پروژه پيل شوه


د ننګرهار ګمرک په څنګ کې چې ٤ کاله مخکې جوړ شوى، د درېيو نورو پروژو د جوړېدو کار پيل شو. دا پروژې د ماليې وزارت له انکشافي بوديجې په ۷۴ ميليونه افغانۍ پانګه جوړېږي.

په دغو پروژو کې د دفترونو ودانۍ، ارشيف، ګوادامونه خوړن ځای او چمن جوړيږي، چې چارې به يې د روان هجري شمسي کال تر پايه پای ته ورسېږي.

د ننګرهار د ګمرک رئيس احسان الله کاموال وويل: په دې سره به د ګمرک د ودانۍ ټولې چارې سل فيصده تکميلې شي.

ده وويل: پلان لري چې د زراعت له وزارت نه اخیستل شوې ١٥٠٠ جريبه ځمکې نه ٥٠٠ جريبو کې به يې د ريل ګاډي سټيشن او پاتې زر جريبو کې به ګمرکي تاسيسات جوړېږي، چې اسيايي تجارتي مالونه به له دې لارې انتقالېږي او تبادله کېږي.

د ننګرهار تجارانو وويل: د دغه ډول پروژو په جوړولوسره به يواځې تجارانو ته نه، بلکې عامو خلکو ته هم ګته ورسېږي يوتن تجار حاجي محمد اصف وويل: د دغو ودانيو په وسيله به د دوي د ناستې ځای او امکانات او د کارونو د ښه ترسره کولو زمينه هم برابره شي .

د ګمرک مسوولينو وويل: هغه ستونزې چې په پاکستان او ايران کې د افغاني تجارانو لپاره پيدا شوي، د دوي په عوايدو يې منفي تاثير غورځولی دی، خو بيا هم دوي څلور کاله مخکې حکومتي خزانې ته سل ميليونه افغانۍ عوايد ورکول او سږکال داعوايد يوولس زره ميليونه افغانيو ته لوړشوي دي، چې يواځينی دليل يې د ودانيو جوړېدل، د عصري تجهيزاتو موندل او د ريفورم تطبيق دى.

راپور-محمد داود وفا،جلال اباد
XS
SM
MD
LG