د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

د شپې له لوري د عملياتو لپاره نوي مقررات


په افغانستان کې د شپې له لوري عمليات او د خلکو پر کورونو چاپه وهل، هغه ستونزه ده، چې په افغانستان کې يې د بهرنيو ځواکونو او ملکي افغانانو ترمنځ فاصله ايجاد کړې ده.

خو اوس پر بهرنيو ځواکونو لپاره ځينې مقررات وضعه شوي چې په دغسې عملياتو کې زياته ونډه افغان ځواکونو ته ورکړي او کله چې عمليات کوي تر ممکنه حده د کليو مشرانو ته خبر ورکړي.

نيمه شپه وه چې د کندهار په سمسوره ولسوالۍ ارغنداب کې د يوه کور په خوب ويده کليوال په دې ږغ له خوبه راويښ شول: ”دروازه خلاصه کړئ موږ د افغان ملي اردو عسکر يو“.

ګومان کېږي چې دغه ولسوالي د طالب جنګياليو ستراتيژيکه سيمه وي، نژدې هره ورځ د بمي حملو شاهده وي.

داسې معلومات ترلاسه شوي وو چې په دې سيمه کې د طالبانو يو داسې مرکز شته چې د بمونو جوړوونکي په کې دي، د شوبينو عينکو په مرسته افغان او امريکايي عسکر وتوانېدل د کوهک کلي پر شګلنو لارو ګامونه واخلي، چې د سپيانو د غپاوو مخنيوى هم شوى وي.

خو کله چې په نښه شوي کور کې خلکو دروازه خلاصه کړه، لس دقيقې وروسته د کور خاوند عسکرو ته ښه راغلاست ووايه، چې يوه پښه يې درلوده. په کور کې دننه ګڼ وېرېدلي ماشومان او ښځې يوې خوا ته راټولې شوې وې.

کله چې د پلټونکو سپيانو په نه موجوديت کې، د کور تالاشي واخيستل شوه، نتيجه منفي وخته، څه يې ونه موندل، دوى د کور له خاونده بخښنه وغوښته، عسکرو دوى ته د بشري مرستې په توګه يوه اندازه پيسې ورکړې او بېرته د خپلې پوځي اډې پر لوري روان شول.

يوريشيا ويو ورځپاڼه ليکي، عسکرو د هغو مقرراتو په رڼا کې دا عمليات وکړل، چې په دې وروستيو کې له ملکيانو سره د اړيکو د ښه کېدو په هدف وضعه شوي دي. دغه مقررات په پيل کې د امريکايي او ناټو ځواکونو د پخواني قوماندان جنرال سټنل مک کرسټل له لوري په مارچ مياشت کې معرفي شول.

د شپې له لوري عملياتو د امريکايي پوځيانو او ملکي افغانانو ترمنځ فاصله ايجاد کړې، چې امريکايي عسکرو غوښتل ساتنه يې وکړي، خو اوس دغو مقرراتو د عملياتو د تنظيمولو چارې سختې کړي، عسکر هم شکايت کوي چې د دغو عملياتو نتيجه زياته موثره نه وي.

د نويو مقرراتو له مخې بايد افغان عسکر په هرو عملياتو کې مخکښ رول ولري. د سپيانو په ګډون به له نورو ژويو په عملياتو کې کار نه اخيستل کېږي، دغه راز تر ممکنه حده به تر عملياتو مخکې د کلي مشرانو ته خبر ورکول کېږي. خو امريکايي چارواکي شکايت کوي چې افغان امنيتي ځواکونه ډېر غفلت کوي او اکثره مهال بېرحمانه چلند لري. سپيان د منفجره موادو په موندلو کې ډېره مرسته کوي، دغه راز کليوال مشران اکثره مهال له طالبانو سره تړلي دي.

ورځپاڼه وايي، دشپې پر مهال په دغسې چاپو او عملياتو کې ملکي افغانان وژل کېږي، د ملګرو ملتونو د يوه راپور له مخې په ٢٠٠٩م کال کې د ٦٠٠ وژل شويو ملکيانو له جملې نيمايي د ائتلافي ځواکونو له لوري په دغسې عملياتو کې وژل شوي وو.

د شپې له لوري زيات عمليات د امريکا د ځانګړو ځواکونو له لوري کېږي چې دغه ځواکونه د ناټو له چوکاټه دباندې فعاليت لري. خو امريکايي چارواکي هيله من دي چې نوي مقررات به ښايي په دې برخه کې ولاړې شوې ستونزې حل کړي.
XS
SM
MD
LG