د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۰

کورنیو چارو وزارت لرو پروتو سیمو ته د امنیت د غځولو په هڅه کې دی


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند زمری بشري
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند زمری بشري
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت غواړي، چې په نوي پیل شوي م کال کې، د هیواد په لیرې پرتو سیمو کې امنیتي چاري غښتلي کړي او هغه اته ولسوالۍ تر خپل واک لاندې راولي، چې اوس د مخالفینو تر کنټرول لاندې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زمري بشري د یکشنبې په ورځ د تیر کال د راپور وړاندې کولو پر وخت وویل، چې دغه وزارت پلان لري، چې په روان میلادي کال کې د ولایتونو له مرکزونو او ولسوالیو دباندې هم امنیتي چاري پراخې کړي.

ښاغلي بشري وویل، چې د نورو امنیتي ادارو سره په ګډه به د هغو ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره کار وکړي، چې اوس د وسلوالو مخالفینو په لاس کې دي:

“موږ پلان لرو چې سږ کال د هېواد په لیري پرتو سیمو کې چې امنیتي ستونزې شته، امنیتي چارې غښتلي کړو او د ښه امنیت شاهدان و اوسو.

په اتو ولسوالیو کې، چې زموږ ځواکونه نشته، پلان لرو چې د نورو امنیتي ادارو سره په ګډه هلته امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړو، چې هلته قانون پلی شي، دا چې کله پر دې به وروسته خبري وکړو.”

د کورنیو چارو وزارت په ۲۰۱۰ م کال کې د افغان پولیسو لاسته راوړنې ښې بولي او وايي، چې په دغه کال کې ۳۵ زره پولیس روزل شوي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په تیر کال کې، سیستمونه او پالیسۍ جوړې شوي، چې له دې جملې څخه یو هم د افغان پولیسو لپاره پنځ کلن ستراتیژیک پلان دی.

زمري بشري وویل، چې په تیر کال کې ‍۱۷۱ ټنه نشه یي توکې او ۱۶۰۰ تنه د نشه یي توکو قاچاق وړونکي د افغان پولیسو له خوا نیول شوي دي.

ښاغلي بشري وویل، چې په تیر م کال کې ۱۲۹۲تنه پولیس، ۲۰۴۳ تنه ولسي خلک او ۵۲۲۵ تنه وسلوال مخالفین وژل شوي او په ټول هیواد کې ۱۰۹ ځان وژونکې حملې شوي.

د سیاسي چارو څېړونکې بیا د ۲۰۱۱ کال لپاره د کورنیو چارو وزارت پلان ته ډېرې هیلې نه لري.

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر او د امنیتي چارو څېړونکی فقیر محمد فقیر ازادي راډیو ته وویل، چې د دغه ډول پلانونو لپاره په دولت کې ژور بدلونونه په کار دي.

"هغه وعدې چې له ولس سره شوي، تر اوسه یوه یې هم نه ده عملي شوې، تر اوسه پولیس په سمو سمبال نه دي، روزنه یې هم سمه نه.

زما پېشنهاد دا دی، چې اول دې دولت کې بنیادي تغیرات راشي، که دولت سالم شو نو ټولې ادارې په خپله سالمې کیږي. په داسې حالاتو کې زه په خپله اصلیت سم باور نه لرم، چې با به جنګ ته سم ځواب وویلای شو او یا صلح راوستلای شو."

له دې هر څه سره ښاغلی بشري وايي، چې تیر میلادي کال د پولیسو مرګ ژوبله د نورو تیرو کلونو په پرتله لږ وه او لامل یې هم د دوی ښه روزنه او په وسلو سمبالول دي.

د ده په وینا چې په روان میلادي کال کې به د پولیسو روزنې، شمېر لوړولو او په پرمختللو وسلو سمبالولو ته نورې هڅې هم وکړي.

د پوځي او امنیتي چارو کار پوهان افغان دولت ته سپارښتنه کوي، چې تر هرڅه مخکې دې د پولیسو ښې روزني او د دوی کاري وړتیاو ته ډیر پام وکړي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG