د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۷

افغان سوداګر: نور به د ایران له لارې تیل راوارد نه کړو


د افغانستان د سوداګرۍ خونۍ مرستیال خان جان الکوزی
د افغانستان د سوداګرۍ خونۍ مرستیال خان جان الکوزی
د ایران له خوا د افغان سوداګرو د ټانکرونو له درولو وروسته یو شمېر افغان سوداګر وایي، چې دوی به پس له دې د ایران له لارې د تیلو واردات بند کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو د خونو مرستیال خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل، افغان سوداګرو له ایران سره دې ستونزې ته په پام سره له یوشمېر نورو هیوادونو سره د تیلود را واردلو مذاکرات کړي.

ښاغلي الکوزي وویل، چې یو شمېر افغان سوداګرو له ځینو کمپنیو سره په دې برخه کې قرار دادونه هم کړي دي.

"خدای مه کړه داسې نه یو چې ایران ته احتیاج واسو، نورې لارې هم شته، د شمال له لارې زموږ تاجرانو له روسیې، قزاقستان، ترکمنستان، تاجکستان او ازبکستان سره په دې اړه خبرې کوي او قراردادونه یې هم کړي دي.

اوس هم تیل د شمال له لارې راځي، د اقینه له لارې راځي د حیرتانو له لارې راځي، خو دا لویه ستونزه چې جوړه شوې ده، دا یو ډېر غټ کمیت تیل دي، چې یو دم په یو سرحد کې ودرېدل.

که دولت دا ستونزه حل کړي او په که په راتلونکي کې په دې پوه شو، چې د ایران دولت نه غواړي دا لاره ورکړي، نو موږ به له دولت سره په مشوره باندې یا له ګاونډیو سره مشوره باندې دا مشکل حل کړو."

ایران اوس اوس د افغان سوداګرو د تیلو په سلګونو ټانکرونه په خپله پوله درولي او افغانستان ته د راتلو اجازه نه ورکوي.

که څه هم ویل کیږي، چې ایران دا کار په دې ګمان کړی، چې ګواکې دا تیل په افغانستان کې بهرنیو ځواکونو ته انتقالیږي، خو افغان سوداګر بیا دا خبره ردوي.

د سوداګرۍ او صنایعو د خونو له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، اوس مهال افغانستان ته له واردیدونکو تیلو په سلو کې یوازې دېرش د ایران له لارې او لس د پاکستان له لارې واردیږي.
د تېلو پلورونکو په وینا اوس په کابل کې یو لیټر تیل ۵۷ افغانیو ته لوړ شوی

د دې خونو مرستیال زیاته کړه، چې د افغانستان د تیلو په سلو کې شپیته د هېواد له شمالي ګاونډیو هیوادونو څخه واردیږي.

بل لور د ایران دې کار د افغانستان په بازارونو کې د تیلو په بیه هم ناوړړه اغیزه کړي.

یو شمیر تیل پلورونکي وایي، چې د تیلو بیې لوړې شوي، چې له امله یې د دوی خرڅ لاو هم کم شوی دی.

"زما نوم شیرین اغا دی، دلته موږ په غازي سټیډیم کې د تیلو پمپ لرو، هغه وخت چې د ایران سرحد پرانیستی و، تیل په ۳۷ یا ۴۰ افغانۍ لیټر و، خلک هم خوشحاله وو او زموږ کاروبار هم ورسره جوړ و او د موټر چلوونکو هم.

اوس تیل ګران شوي او یو لیټر یې په ۵۷ افغانۍ دی، نو یو ټکسي چلوونکی څه ډول کولای شي، چې د تېلو پیسې او د کورنۍ خرڅ برابر کړي.

پخوا به مو په ورځ کې درې یا څلور زره لیټره تیل خرڅاوه اوس دو زره هم نه شو خرڅولای."

د ولسمشر کرزي لومړي مرستیال که څه هم تهران ته په خپل وروستې سفر کې له ایراني چارواکو سره د دې ستونزې د هواري لپاره خبرې کړې وې، خو لا هم د هغې اغیزې نه لیدل کیږي.

موږ وغوښتل، چې په دې برخه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له وروستیو اقداماتو هم حال واخلو خو د دغه وزارت له چارواکو سره د اړیکې په ټینګولو بریالي نشو.

راپور: ذکیه غیاثي
XS
SM
MD
LG