د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

ازهر:وچکالي ښايي د کوکنارو د کر لامل شي


 د افغانستان د مخدره موادو پرضد د مبارزې وزارت مرستیال محمد ابراهیم ازهر
د افغانستان د مخدره موادو پرضد د مبارزې وزارت مرستیال محمد ابراهیم ازهر
په ۲۰۱۰ کال کې په افغانستان کې د کوکنارو په کروندو د یوې ناروغۍ د خپرېدو له امله د دغو موادو تولید اته څلویښت فیصده راکم شو چې له امله یې اوس په بازارونو کې د کوکنارو بیه هم نږدې دوه برابره لوړه شوې.

د افغانستان د مخدره موادو پرضد د مبارې وزارت چارواکي وايي، چې د تیر میلادي کال په وروستۍ میاشت کې د کوکنارو بیه یو سلو نوي فیصده لوړه شوې وه او د بیې دې لوړوالی او د بارانونو نشتوالی دا ویره رامنځ ته کړې چې ښايي یو شمېر بزګر یو ځلي د کوکنارو کر ته مخه وکړي.

د افغانستان د مخدره موادو پرضد د مبارزې وزارت مرستیال محمد ابراهیم ازهر په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دولت هم په روان میلادي کال کې د کوکنارو د تولید د مخنیوي لپاره خپل پروګرامونه لري، خو د نړېوالې ټولنې لا ډیرې مرستې ته هم اړتیا لري.

نوموړي له نړېوالې ټولنې وغوښتل، چې د معشیت د بدیل او پراختیايي پروژو په پلي کولو کې د افغان دولت لاس نیوی وکړي:

(موږ له نړېوالې ټولنې نه دا تمه لرو، چې سربیره پر دې چې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت، د کورنیو چارو وزارت، د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د پولیسو، څارنوالۍ او قاضیانو تخنیکي ظرفیتونه لوړ بیایي.

د هغو بزګرو لپاره چې د کوکنارو په اقتصاد پورې تړلي دي، د پراختیايي پروژو په پلي کولو کې هم مستقیمه مرسته وکړي.)

افغان دولت وايي، چې د نړېوالې ټولنې په مرسته یې په تیرو څو کلونو کې په شاوخوا شلو ولایتونو کې د کوکنارو کښت په بشپړه توګه له منځه وړي دي، خو بیا هم دغه هېواد د نړۍ څه باندې پنځه اتیا فیصده کوکنار تولیدوي.

چارواکي وايي، چې د نړېوالې مافیا لپاره په افغانستان کې د تولید شوېو کوکنارو کلنۍ ارزښت ۵۸ ملیارډو ډالرو ته رسیږي.

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت مرستیال همدا راز وویل، چې په ۲۰۱۰ کال کې په افغانستان کې د کرل شوېو کوکنارو څه باندې شپږ سوه میلیوه ډالره ګټه وسلوالو مخالفینو ته تللې ده:

(تاسو هم خبر یاستۍ، چې په ۲۰۰۹ کال کې خپله د دولت مخالفینو د نشه يي توکو له کښت، مالیې او عشر نه نږدې ۴۳۰ میلیون ډالره ګټه اخیستې ده، خو په ۲۰۱۰ کال کې دغه رقم نږدې ۶۰۲ میلیونو ته لوړ شو.

دا خپله د دې حقیقت څرګندويي کوي چې دا هم په هېواد کې د جګړې د ادامې یو تضمین کوونکی دی. )

ښاغلي ازهر په افغانستان کې د نشه يي توکو په تولید کې نړېواله ټولنه هم پړه وبلله او ویې ویل، که کوکنار په دغه هېواد کې کرل کیږي، نو د هغو کیمیاوي موادو په وسیله په هیروئینو بدلیږي چې له بهره افغانستان ته رالیږدول کیږي.

داسې انتقادونه هم کیږي، چې افغان دولت د لوېو قاچاق وړونکي پرضد جدي اقدامات نه کوي، خو چارواکي وايي په تیر کال کې یې په زرګونو ټنه مخدره مواد نیولي او یو شمېر قاچاق وړونکي یې په بېلابېلو سزاوو محکوم کړي.
XS
SM
MD
LG