د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

٢٠١١م کال به د برياليتوب کال وي که د ماتې؟


٢٠١١م کال به د برياليتوب کال وي که ماتې؟ دا د امريکا چاپ لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې د يوې ليکنې سرليک دى.

په پيل کې يې راغلي، په ٢٠١٠م کال کې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د زياتېدو هدف دا و چې طالب وسلوال وځپل شي.

د امريکا او ناټو چارواکي ادعا کوي، چې تېر کال د افغانستان په جنوب کې د طالبانو په وړاندې په جګړه کې څه پرمختګونه لري، د طالب وسلوالو د منځنۍ سطحې پر قوماندانانو بريدونه وشول دغه راز ناټو ځواکونه هم په خپلو چارو کې بريالي بلل کېږي.

د ناټو ځواکونو وياند بريد جنرال جوزيف بلاټز په ډیسمبر کې خبريالانو ته وويل:

”موږ ډاډه يو چې عملي پرمختګونه لرو، ثابته مو کړه چې پرمختګ ممکن دى، موږ به پر طالب وسلوالو خپل فشار ته دوام ورکوو.“

لاس انجلس ټايمز ورځپاڼه په دې باور ده چې هم د جګړې په ډګر او هم تر دې ډګر د باندې ځينې داسې پېښې وشوې، چې د نوي ميلادي کال لپاره ښه فال نه دى.

طالبانو د افغانستان په زياتو هغو برخو کې حملې وکړې چې مخکې ارامې سيمې ګڼل کېدې او په دغو سيمو کې طالبانو د بيارغونې او بشري مرستو په وړاندې خنډونه ايجاد کړل.

دغه راز په سپټمبر کې د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات چې ګومان کېدل يوه ډيموکراتيکه بېلګه به وي، له لانجو او درغليو سره ملګري شول، دغه راز اداري فساد د ولسمشر حامد کرزي پر حکومت نورې هم منګولې ښخې کړې.

د ورځپاڼې د ليکنې پر اساس، تېر ميلادي کال د امريکايي او ناټو ځواکونو تلفات تر ټولو لوړې سطحې ته ورسېدل، چې تر ٧٠٠ زيات بهرني عسکر په افغانستان کې ووژل شول. د تېر ميلادي کال په لومړيو لسو مياشتو کې د وړم کال د لومړيو لسو مياشتو په پرتله ملکي تلفات په سلو کې ٢٠ زيات وو.

د ملګرو ملتونو د يوه راپور پر اساس، د تېر ميلادي کال په لومړيو لسو مياشتو کې د طالبانو په حملو او تاوتريخوالي کې ٢٤١٢ ملکيان وژل شوي دي.

لاس انجلس ټايمز ورځپاڼه د دې ليکنې په دوام زياتوي، هم وسلوالو طالبانو او هم لوېديځو هېوادونو ژمنه کړې چې په راتلونکو مياشتو کې به خپلې حملې زياتوي، د ورځپاڼې په باور خو دا به ملکي افغانان وي چې د افغانستان په زياتو برخو کې به د ځان وژونکو بريدونو او سړک د غاړې ماينونو په چاودنو کې به قرباني کېږي.

د تېر ميلادي کال يعنې ٢٠١٠ په لومړيو کې اعلان شوه چې کندهار به د ناټو ځواکونو د ازمېښت ډګر وي، د څو مياشتو تر تېرېدو وروسته ناټو وتوانېده وسلوال طالبان د کندهار د اطرافو له کليدي ولسواليو وباسي او ويې ځپي.

خو د ناټو قوماندانانو اعتراف وکړ چې په کندهار کې به د پرمختګونو دوام د راتلونکي ميلادي کال په پسرلي کې معلوم شي او دا هم په دې پورې تړلى دى چې ايا طالبان به وکړاى شي د ژمي پر مهال په خپل دوديز پناه ځاى يعنې پاکستان کې بيا تنظيم او مجهز شي که نه. دا هغه سيمه ده چې په ځمکني لحاظ د ناټو پوځيان ورڅخه ليرې دي.

ورځپاڼه د ليکنې په پاى کې زياتوي، که څه هم لوېديځ چارواکي د افغانستان د جګړې پرمختګ انځوروي، خو په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى سټيفن دميستورا وايي، نوى ميلادي کال به له ستونزو ډک وي.

نوموړي تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته وويل، زموږ اټکل دا دى چې په افغانستان کې به اوضاع تر ښه کېدو مخکې خرابه شي.
XS
SM
MD
LG