د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

جانت پولیتا:افغان سرحدي پولیس او د ګمرکونو کارکونکي روزو


د امریکا د کورني امنیت وزیرې،جانت پولیتا
د امریکا د کورني امنیت وزیرې،جانت پولیتا
د امریکا د امنیتي چارو یو لوړ پوړې چارواکي وایي،چې هڅه کوي د هېواد په مرستو سره یي د افغان سرحدي پولیسو او د ګمرکونو د کار کوونکو وړتیاو لوړې کړي.

د امریکا د کورني امنیت وزیرې،جانت پولیتا چې د شنبې په ورځ یي په کابل کې خبرې کولې وویل، چې دم ګړی یي په لسګونه دایمي او قرار دادي کارکوونکي په افغانستان کې د سرحدي پولیسو او د ګمرکونو د کار کوونکو په روزنه بوخت دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په راتلونکي یو کال کې به یي په افغانستان کې د خپلو دایمي، کارکوونکو شمېر پنځه څلویښت کسانو ته ورسیږي:

(کله چې افغانستان ته څه موده مخکې راغلی وم، د امریکا د سرحدي پولیسو د ګزمې، غړې مې له ځان سره را وېستل، تر څو افغان سرحدي پولیسو ته د روزنې اسانتیاوې برابرې کړي.

د سرحدونو ساتل چې د ملي حاکمیت یوه برخه ده، نو لازمه ده چې له پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو سره د افغانستان سرحد وساتل شي، ځکه چې دا مهمه ده.)

د امریکا د کورني امنیت د وزیرې په وینا دم ګړې دوي په افغانستان کې پنځه ویشت دایمي او دوه پنځوس قرار دادي همکاران لري.

نوموړي وویل، چې د سرحدونو ټینګښت او د ګمرکونو پیاوړي کول د عوایدو د راټولو لپاره غوره لار ده.

میرمن پولیتا چې له افغان او امریکایي چارواکو سره د لیدنې لپاره راغلې، د هېواد په ختیځ کې یي د تورخم له بندر څخه هم لیدنه کړې.

دی دا هم وویل، چې په افغانستان کې یي له یو شمېر ښځو سره هم کتلې او په دې برخه کې یي د دوي د پرمختګونو او ستونزو په اړه هم ورسره خبرې کړي دي:

(له دوه ورځو نه زیات وخت مې چې په افغانستان کې تیر کړ، ډیر ګټور وو،ما په دې سفر کې له یو شمېر امریکایي او افغان چارواکو سره چې کار ورسره کوم وکتل او دا فرصت مې هم پیدا کړ، چې د افغان ښځو له یو شمېر فعالینو سره هم وګورم او خبرې ورسره وکړم چې د دوي په پرمختګونو کې کومې ستونزې پرتې دي)

د امریکا د کورني امنیت وزیره په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي او له افغان سرحدي پولیسواو د ګمرکونو د کارکونکو د روزنې په برخه کې یي د خپل هېواد د مرستو ډاډ ورکړ، چې لاهم له دې هېواد څخه بهرنیو هېوادونو ته د نشه یي توکو د قاچاق او له پاکستان څخه د وسله والو مخالفینو د راتګ رپوټونه ورکول کیږي.

د چارو شنونکي وایي، ترهغه پورې چې افغانستان له خپلو ګاونډېو په ځانګړي توګه له پاکستان سره ګډه پوله په کلکه ونه څاري، په هېواد کې به د وسله والو مخالفینو خوځښتونه همدا ډول روان وي.

راپور: ذکیه غیاثي،کابل
XS
SM
MD
LG