په افغانستان کې د زړو او دودیزو حرفو د علمي زده کړو په مقصد د پوهنې وزارت پریکړه کړې ده چې په هېواد کې د ټولو حرفو د زده کړې سیستم د ښوونځیو په تعلیمي نصاب کې شامل کړي.
د پوهنې وزارت نوی تخنیکي او مسلکي مرستیال محمداصف ننګ د شنبې په ورځ پر نوي پست د ده د معرفي کېدو پر مهال وویل چې پلان لري په هېواد کې تخنیکي او مسلکي ښوونځي زیات او د دودیزو مختلفو حرفو زده کړه د وخت د اړتیاو په پام کې نیولو سره په علمي بڼه واړوي، ښاغلي ننګ وویل:
(په هېواد کې ډیرې حرفې شته چې په زاړه سیستم کار کوي، د همدې له امله یي مارکیټ کم دی.
موږ غواړو د دغو حرفو زده کړه په علمي سیستم واړو او د ښوونځیو په تعلیمي نصاب کې ورته ځای ورکړو.)
ښاغلي ننګ وویل، د دې ښوونځیو فارغان به وکړای شي، هېواد به د بهرنیو ماهرانو له استخدام څخه وژغوري،خلک دغه اقدام سودمن ګڼي او وایي چې په هېواد کې د لسګونو زرو افغان ځوانانو د بې کارۍ یوازینی لامل، له حرفو سره د دوي نابلدتیا ده، په دې هکله حاجي محمدایوب وایي:
(موږ د یوعادي کار ماهرهم له بهر څخه استخداموو، که زموږ خلک دا حرفې په علمي بڼه زده کړي، د بهرنیو احتیاج به موکم شي او دا یو ښه اقدام دی.)
د پوهنې وزارت تخنیکي او مسلکي مرستیال وویل، دوي غواړي چې په هېواد کې د تخنیکي او مسلکي ښوونځیو شمېر دومره زیات کړي چې تر یو لکو پورې زده کوونکي په کې حرفې او مسلکونه زده کړي.
ده دا هم وویل چې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د ناامنیو او د وسله والو مخالفینو د ګواښونو له امله د څه باندې شپږسوه تړل شوېو ښوونځیو څخه اوس مهال څه باندې درې سوه ښوونځي بیرته پرانیستل شوي دي.
کارپوهان وایي، اوس مهال هم په د لیرې پرتو سیمو ښوونځي، مسلکي ښوونکي نه لري، دوي وایي د ښوونځیو د کمیت ترڅنګ د هرډول زده کړو لپاره کیفیت او د تکړه ښوونکو لرل هم مهم دی .
راپور: خان محمد(سیند )، کابل