د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۴

کامرون: ۲۰۱۱ کال د افغانستان د جګړې لپاره مهم کال وي


کامرون زیاتوي، په ۲۰۱۱ کال کې به برتانوي چارواکي اړ وي، چې ۲۴ ساعته کار وکړي څو د دې هېواد د خلکو او اقتصاد پرضد جوړې شوې دسیسې شنډې کړي.
کامرون زیاتوي، په ۲۰۱۱ کال کې به برتانوي چارواکي اړ وي، چې ۲۴ ساعته کار وکړي څو د دې هېواد د خلکو او اقتصاد پرضد جوړې شوې دسیسې شنډې کړي.
د برتانیې صدراعظم ډېوېډ کامرون د نوي کال په مناسبت په خپل پیغام کې چې نن جمعه خپور شو، ویلي، چې راروان ۲۰۱۱ کال به په افغانستان کې د جګړې لپاره چې زرګونه برتانوي ځواکونه هم برخه په کې لري، یو مهم کال وي.

کامرون برتانوي سرتېرو ته په خطاب کې ویلي، نوی کال به چې په ترڅ کې یې د افغانستان په ولایتونو او ولسوالیو کې د امنیتي چارو مسوولیتونه افغان ځواکونو ته سپارل کېږي، ټاکونکی کال وي.

ښاغلی کامرون زیاتوي، څومره چې افغان امنیتي ځواکونه د خپل هېواد د امنیت ساتلو وړتیا ترلاسه کوي، برتانوي سرتېرو ته به دا امکان برابر شي چې خپل هېواد ته ستانه شي.

برتانیه په دوو ډګرونو کې په جګړه کې ښکېله ده، له یوې خوا په افغانستان کې چې زرګونه سرتېري یې له طالبانو سره جګړه کوي او له بلې خوا په هېواد کې دننه، د افراطي ډلو د حملو له ګواښ سره.

د برتانیې صدراعظم په خپل پیغام کې وايي، چې د برتانیې حکومت له څو کلونو راهیسې له هغو ګواښونو څخه خبر دی، چې د نړیوال تروریزم له خوا دې هېواد ته متوجه دي. دی زیاتوي، دا ګواښونه اوس هم شته او تربل هروخت زیات اوس جدي دي.

کامرون زیاتوي، په ۲۰۱۱ کال کې به برتانوي چارواکي اړ وي، چې ۲۴ ساعته کار وکړي څو د دې هېواد د خلکو او اقتصاد پرضد جوړې شوې دسیسې شنډې کړي.

د برتانیې صدراعظم د خپل پیغام په دوام ژمنه کړې، چې هېواد به یې د خپلو ارزښتونو او د ژوندانه د طریقې دفاع وکړي او هغو کسانو ته به ماتې ورکړي، چې دې ارزښتونو ته ګواښ کوي.

خو کامرون زیاتوي، چې برتانویان باید له ځانه دا پوښتنه هم وکړي، چې څنګه په خپل هېواد کې افراطيت ته د یوشمېر مسلمانو ځوانانو راکاږلو او د هغو پر ذهنونو زهر شیندلو ته اجازه ورکوي؟ د کامرون په وینا ځینې دا ځوانان بیا وحشيانه افکار خپلوي او حتی کله ناکله دا افکار د زړه بوګنوونکو حملو په بڼه عملي کوي.

د برتانیې صدراعظم پر برتانوي مسلمانو ځوانانو، چې د ده په وینا اکثریت یې له تروریزم څخه کرکه لري غږ کړی، چې دې ستونزې ته د حل د لارې په موندلو کې مرسته وکړي.

د ۲۰۰۵ کال په جولای میاشت کې په لندن ښار کې د څلورو برتانوي مسلمانو ځوانانو له خوا له تروریستې حملو وروسته په دې هېواد کې دننه د افراطیت په اړه اندېښنې په زیاتېدو شوې.

اوس مهال په برتانیه کې د تروریستي حملو په اړه امنیتي احضارات په لوړه درجه کې دي. ښاغلي کامرون وویل، چې له تروریزم سره جګړه باید په برتانیې پورې محدوده نه وي.
XS
SM
MD
LG