د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۴

د اداري فساد پر ضد د مبارزې یوه ګډه کمېټه جوړه شوه


په داسې حال کې، چې په افغانستان کې د اداري فساد په وړاندې په مبارزه کې د موجودو ادارو په کړنو زیات انتقادونه موجود دي، افغان حکومت او نړېوالې ټولنې د اداري فسار پر ضد د مبارزې یوه ګډه کمېټه جوړه کړې.

چارواکي هیله مند دي، چې د دغې کمېټې په جوړېدو سره به نه یوازې په افغان دولتي ادارو کې، بلکه په نړېوالو ادارو کې هم د فساد موارد تعقیب شي.

د دغې کمېټې مشر محمدیاسین عثماني د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې اوس مهال د دغې کمېټې په کړن لارې کار روان دې، چې له مخې به یي دا کمېټه د خپلو فعالیتونو حدود وټاکي:

"دا کمیټه کولای شي چې نړېوالو موسسو ته هم پام وکړي او له دوي څخه هم پوښتنه او څارنه وکړي دغه يي په اړوند مهم فرق دی"

د دغې کمېټې د جوړولو خبر په داسې حال کې خپور شوې، چې اوس اوس د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا سرڅیړونکي ویلي، چې د بیارغونې په برخه کې په میلیارډونو ډالر ضایع شوي.

خو افغان کتونکي بیا په هېواد کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې د بېلابېلو ادارو شتون هم یوه ستونزه بولي.

د کابل پوهنتون استاد اسحاق اتمر وایي، چې د یو هدف لپاره د زیاتو ادارو ادارو موجودیت د بې نظمۍ سبب ګرځي، د ده په وینا د دغې نوې کمېټې کار به هله بریالۍ وي، چې په فساد ککړ کسان محاکمې ته راښکلای شي:

"که دغسې اداره چې ډیر باصلاحیته وي او دغه کسان معلوم او رسنیو ته يي ورکړي او هم څارنوالۍ ته يي وسپاري یو ښه اقدام دی او که داسې ونه شي نو داهم د نورو کمیسیونو په شکل شمېرم."

په دولتي ادارو کې د اداري فساد موجودیت له هغو ستونزو څخه شمېرل کیږي، چې د افغان حکومت او نړېوالو اړیکي یي هم تر یوه حده ترینګلي کړي دي.

د کارپوهانو په باور تر اوسه هیڅ لوړ پوړي دولتي چارواکي، چې په اداري فساد تورن وي، عدلي او قضايي ادارې ته نه دي پیژندل شوي.

خبریاله ماریا صديقي،کابل
XS
SM
MD
LG