د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۲۳

پنجشبې د دیسمبر ۳۰مه


نړېوالو چاپي خپرونو هر یوټایم مجلې او واشنګټن پوسټ په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان روان حالات څيړلي او په اړه يي مقالې خپرې کړي دي.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې “ په افغانستان کې د امریکا د پروګرام په عملي کولو کې شفافیت” تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلي او په یوې برخې کې یي راغلي:

که چېرې د افغانستان په جګړې کې بری په توضیحاتو او څرګندونو سره حاصیلدای شوای نو جنرال ډیویډ پیتریاس به ډېر پخوا دا جګړه ختمه کړې وای.

ورځپاڼه لیکي: د پرمختګ په اړه خبرې د بري معنی نه لري او بري ته د رسیدو په مقصد باید څو پوښتنو ته ځوابونه وویل شي. او هغه دا چې: د امریکا متحده ایالات څنګه کولای شي د افغانستان حکومت ته روحیه ورکړي چې په ټول هېواد کې دې خپل واک پراخ کړي؟ څنګه کېدای شي چې په افغانستان کې د هرو لسو زرو افغان عسکرو په روزنې او تعلیم سره خلک د دوي د حضور اغیز په دوام دار ډول حس کړای شي؟

بله دا چې متحده ایالات څنګه کولای شي د طالبانو او مخالفانو د پخلایني او جذب عملیه چټکه کړي تر څو دا کا په پوره قوت او دقیق ډول عملي شي؟

درېیمه مسله داده : ایا کیدای شي په دغه روان بحران کې د پاکستان ستونزه روښانه شي؟ ایا پاکستان د سولې او پخلاینې په عملیې کې داخلېدای شي؟
ایا متحده ایالات له پاکستان سره په مشورې، له حقاني شبکې سره په خبرو کې ګډون کولای شي؟ د امریکا متحده ایالات چې په افغانستان کې په کال کې شاوخوا سل میلیارده ډالره لګوي ايا د دې پیسو یوه برخه د افغانستان د پولي اغاړه د پاکستان په قبایلي سېمو کې د سولې لپاره مصرفولای شي؟ په څلورم قدم کې څنګه کېدای شي چې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې یا سي ای ای څخه د سولې په کار کې اغیزمنه ګټه واخیستله شي؟

د ورځپاڼې په باور، د افغانستان جکړه د سي ای ای د ملیشو په واسطه پیل شوی وه او دوي کولای شي دغه جنګ ختم کړي، پاکستانی چارواکي وایي، په کوټې کې د سي ای ای فعالیتونه پراخ شوي نو پوښتنه پیدا کیږي چې ایا په بلوچستان ایالات کې د امریکا او پاکستان پټ عملیات به پر مخ لاړ شي او کنه؟

او بالاخره امریکا باید چې د ولسمشر حامد کرزی په وړاندې خپله لار معلومه کړي، په دې معنی چې له ده سره همکاري کوي او یا یي ګوښه کوي.

واشنګټن پوست لیکي: تر هغې چې متحده ایالات دغو ټولو پوښتنو ته ځوابونه ونه وایي، د افغانستان په جګړې کې د پرمختګ خبرې به په دي هېواد کې د بري معنی ونه لري.

ټایم مجله:


د انګلستان چاپ ټایم مجلې په وروستۍ ګڼې کې د کندهار د عملیاتو په اړه یوه مقاله لیکلي.

مجله لیکي، د امریکا متحده ایالات ممکن د کندهار په عملیاتو کې یو څه لاسته راوړنې ولري خو دا لاسته رواړنې د ژمې د موسم تر ختمېدو پورې باید ونه ارزولې شي.

دا ځکه چې د ژمي په موسم کې د وسله والو په شا تګ کومه نوې خبره نه ده او په سپرلې کې به د وسله والو د کمزورۍ او یا قوت په اړه قضاوت وشي.

ټایم لیکي: تر هغې چې امریکایي ځواکونه موجود وي، دا بریاوې یا لاسته راوړنې ممکن وساتلې شي خو کله چې دا ځواکونه له مربوطو سېمو څخه ووځي نو یو ځل بیا ممکن یاغیتوب زور واخلي.

له همدې امله ده چې څیړونکي له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو د وتلو لپاره ۲۰۱۴ کال عملي نېټه نه بولي.
XS
SM
MD
LG