د افغانستان د چاپیریال ساتنې د ادارې چارواکي وایي، چې هڅې یې پیل کړي دي، چې د چاپیریال د ککړتیا د مخنیوی لپاره، یولړ اغیزمنې پالیسۍ او طرحې جوړې کړي.
د چاپیریال ساتنې د ادارې مسلکی مرستیال نجیب اله یمین د چهارشنبې په ورځ د حرفه یي زده کړو د کورسونو په غوره زده کوونکو د مضرو ګازونو د پاکولو د ماشینونو د ویشلو پرمهال وویل، چې دا هڅه کولی شي،
تریوه حده په کورونو، مارکیټونو او دفترونو کې د مضرو ګازو د خپرېدو مخه ونیسي.
ښاغلي یمین وویل، اوس د دې وخت رارسیدلی، چې ټول دولتي او غیردولتی ارګانونه، موسسې او خلک په ګډه سره د چاپیریال خوندیتوب ته هلې ځلې تیزې کړي:
"د چاپیریال ساتنه یوازې د چاپیریال ساتنې د یوې وړې ادارې دنده نه ده او په یوازیتوب نه شي کولی، چې د چاپیریال ټولې پېښې کنټرول کړي، دا د ټولو دولتي اوغیر دولتی ارګانونو، موسسو او خلکو دنده ده، چې په ګډه سره د دی ستونزې اواري ته کار وکړي، موږ ورته قوانین او پالیسي جوړوي، څارو یې خو پلي کیدل یې د نورو اجرايیوي ادارو کار دی."
د چاپیریال ساتنې د ادارې مرستیال وویل، د مضرو ګازونو د پیژندو او مخنیوي لپاره یې د روان کال د میزان په میاشت کې یو لړ روزنیز پروګرامونه پیل کړي وو، چې اوسمهال پای ته ورسیدل او یوسلو پنځوسو غوره روزل شویو دیو یو ماشین مستحق وګڼل شول.
د افغانستان د روغتیا وزارت وایي، چې د هیواد په ښارونو کې ککړه هوا یو خطرناک حد ته رسیدلې او په وروستیو څو کلونو کې د ډول ډول مرګونو ناروغیو سبب شوې ده.
د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت سرپرسته ډاکتر ثریا دلیل وایي:
"ککړه هوا په ناروغیو د خلکو د اخته کیدو زمینه برابروي، په دې ناروغیو کې د ساه، زړه او سرطان ناروغۍ شاملې دي، چې انسان مخکې له وخته وژلی شي. په تیرو دریو کلونو کې د ساه ناروغۍ درې برابره زیاته شوې ده."
د افغانستان د وزیران شورا د روان کال د قوس د میاشتی په لومړۍ کې له ککړتیا څخه د چاپیریال د خوندیتوب لپاره د پنجشنبې ورځ رخصتي اعلان کړه او د مالیې وزارت هېواد ته د زیاتو موټرو د واردېدو د مخنیوي لپاره د موټرو محصول زیات کړ.
راپور: خان محمد سیند