د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۲

سفما: سږکال په ټوله نړۍ کې ۱۰۵ ژورنالیستان وژل شوي


په دې کال کې افغان دولت درې تنه او نړیوالو ځواکونو دوه تنه خبریالان بنديان کړي
په دې کال کې افغان دولت درې تنه او نړیوالو ځواکونو دوه تنه خبریالان بنديان کړي

د رسنیو د ملاتړ اداره یا نۍ وایي، چې په دوه زره لسم میلادی کال کې په افغانستان کې د ژورنالیستانو پر وړاندې د تاوتریخوالې پیښی کمې شوي دي.بل خوا بیا د سویلي اسیا د ازادو رسنیو ټولنه وایي، چې افغانستان په سویلي اسیا کې دوهم هیواد دې چې د ژورنالیستانو پر وړاندې ډیر تاوتریخوالی په کې شوی دی.

د دوه زره لسم میلادي کال د پای په رانږدې کېدو سره د رسنیو څخه د ملاتړ بیلا بیلو ټولنو په افغانستان کې د ژورنالیستانو پر وړاندې د ګواښونو په اړه خپل راپورونه خپاره کړل.

د سویلي اسیا د ازادو رسینو ټولنه یا سفما وایي، چې په دوه زره لسم میلادی کال کې د افغان ژورنالیستانو پر وړاندې تاوتریخوالی که څه هم کم و خو زیاتوي، چې افغانستان له پاکستان وروسته دوهم هیواد دی، چې ژورنالیستان په کې له زیاتو ستونزو سره مخامخ وو.

د دې ټولنې د رسنیو مسوول ضیا بومیا د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې په دوه زره لسم میلادی کال کې په ټوله نړۍ کې یوسله پنځه ژورنالیستان وژل شوي چې له دې ډلې شل یې د سویلي اسیا په هیوادونو اودرې تنه یې په افغانستان کې وژل شوي دي.

د سفما د ټولنې چارواکي وایي، چې په دوه زره لسم میلادي کال کې ډېر ژورنالیستان د افغان دولت او د نړیوالو امنیتي ځواکونو له خوا ځورول شوي دي.

دوی وایي، چې په دې کال کې افغان دولت درې تنه او نړیوالو ځواکونو دوه تنه خبریالان بنديان کړي، دوتنه وسله والو مخالفینو تښتولي او څلور تنه نور بیا په بیلا بیلو چاودنو کې سخت ټپیان شوي دي.

خو بل پلو دازادو رسنیو د ملاتړ اداره بیا وایي، چې په روان میلادی کال کې څلور خبریالان وژل شوي او د ټول هیواد په کچه د ژورنالیستانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښونو، اته پنځوس پیښې ثبت شوي دي.

د دې ټولنې چارواکي له رسنیو سره د تړونو په برخه د ژورنالیستانو ستونزو ته هم اشاره کوي او وایي، چې دغه ستونزه افغان خبریالان ډیر ځوروي.

د نی د ټولنې مشر صدیق الله توحیدي وایي، چې دوی په دې اړه د اطلاعاتو کلتور وزارت ته یوه مسوده استولې ترڅو په تصویب سره یې د ژورنالیستانو روانې ستونزې حل کړي.

نوموړی وایي، چې اوسمهال رسنۍ د خپلو پالیسو او قوانینو له مخې خبریالان استخدام او یا یې هم ګوښه کوي.

"زموږ هڅه دا ده، چې په دې برخه کې ټولې مایوسۍ له منځه ولاړې شي، ټول ټلویزیونونه راډیو ګانې او چاپیدونکي خپرونې لکه ورځپاڼې او مجلې چې تاسې ارزیابي کړي، ټول یې ځان ځان ته قراردادونه لري.

څلور یا پنځه کاله یو خبریال د یوې رسنۍ د با اعتباره کولو لپاره کار کوي خو دغه خبریالا بیا په یوه عادي تیروتنه له کار څخه ګوښه کیږي، کله چې په دې اړه ستونزه را پیدا شي نو دا رسنۍ یوه پاڼه را وباسي او وایي، چې دوی دا تړون ورسره منلی او لاس لیک کړی و."

په روان میلادي کال کې د ژورنالیستانو د دفاع د ټولنو له خوا چمتو شوي راپورونه ښیي، چې په دې کال کې د ژورنالیستانو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوه ویشت پیښې د دولت له خوا شوي دي.

د ژورنالیستانو د دفاع ټولنې په داسې حال کې د ژورنالیستانو پر وړاندې د پرتو ګواښونو اوستونزو په اړه کلنۍ راپورونه چمتو کوي، چې یوشمیر افغان خبریالان د دې ټولنو پر کړنو انتقاد کوي.

دوی وایي، چې دغه ټولنې ډیري یې د خپلو شخصي ګټو په خاطر فعالیت کوي او د ژورنالیستانو پر وړاندې پرتې ستونزې او خنډونه یواځې د اعلامیو په صادرولو سره محکوموي.

راپور: ذکیه غیاثي
XS
SM
MD
LG