د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۳

په هلمند کې د شري ناروغۍ په ډيرې تيزۍ سره زياتوالی مومي


ډاكتر عبدالناصر يقين وويل، دشري په ناروغۍ هغه اخته ماشومان ډير جدي څاري او درلمنه يې كوي، چې له ليرې پرتو سيمو نه دوی راوړل کېږي.
ډاكتر عبدالناصر يقين وويل، دشري په ناروغۍ هغه اخته ماشومان ډير جدي څاري او درلمنه يې كوي، چې له ليرې پرتو سيمو نه دوی راوړل کېږي.

دغه ناروغۍ دوه اوونۍ وړاندې په نوزاد ولسوالۍ کې تر اته زيات ماشومان وژلي وو او په دې ورځو کې د هلمند ګڼو نورو ولسواليو کې هم زياته شوې ده. د هلمند دروغتيا ريس وايي، په دې اړه يې جدي پلانونه دپلي کېدو په حال کې دي، چې د شري د مرضي مخه ونيسي.

د هلمند د روغتيا درياست مسوولينو ومنله، چې په دې ولايت کې د شري ناروغۍ زياته شوې ده. څو اوونۍ وړاندې د هلمند ولايت د نوزاد ولسوالۍ اوسيدونكو د شري ناروغۍ د زياتوالي له امله شكايت كاوه.

خو اوس د شري د ناروغۍ پيښې په مارجې، ناوې او واشېر ولسوالۍ کې هم راپيداشوي دي. په بست روغتون کې ډاكتر عبدالناصر يقين وايي، له څو ولسوالۍ څخه دوی ته دشري په ناروغۍ اخته ماشومان ورسيدلي دي:

"څو ورځې مخکې د واشير ولسوالۍ څخه كسان راغلي دي او هلته يې ماشومان مبتلا شوي دي د ناوې څخه دمارجې څخه هم راغلي دي."

ډاكتر عبدالناصر يقين وويل، دشري په ناروغۍ هغه اخته ماشومان ډير جدي څاري او درلمنه يې كوي، چې له ليرې پرتو سيمو نه دوی راوړل کېږي.

دشري ناروغۍ په داسې حال کې د هلمند په ډيرو ولسواليو کې پيښې لري، چې د هلمند د روغتيا د رياست دكتلوي معافيت كار كوونکي په وران کې دشري او پوليو په ضد د واكسين د شپږو پلي شوو دورو خبر وركړى.

د هلمند د عامي روغتيا ريس ډاكتر عنايت الله غفاري په وینا، دشري يوشمېر پېښې ورته رسيدلي دي. خو ډيرې جدي نه دي خو دی خبر وركوي، چې په دې اړه يې ټول سيمه اییز كلينيكونه او روغتيايي مركزونه د تيارسی خبروركړى دى.

"په ټول هلمند کې بايد د شري په ضد واكسين وشي، چې مهيمي ناوه نادعلي او ګرشك او بست دي خو په روان كال کې په ټول ولايت کې داواكسين كوو،ټول كلينكونه مو تيارسی په حال کې دي خو کېسونه ډير نه دي."

د هلمند ولايت په بيلابيلو سيمو کې د شري وژونکې ناروغۍ په داسي حال کې ورځ تر بلې زياتيږي، چې هواسړه ده او په ډېرو سيمو کې خلك ورغتيايي خدماتو ته لاس رسى نه لري.

كه څه په شري باندې د اخته شوو ماشومانو دقيقه شميره نه ده ترلاسه شوي. خو خلك غوښتنه كوي، چې د روغتيا ګرڅنده ډلې دې د د دې وژوونکې ناروغۍ د درمنلې لپاره دوی كليو او بانډو ته ورشي.
XS
SM
MD
LG