روزا اتونبایوا د دې پوښتنې په ځواب کې چې دا د ۲۰۱۰ کال د اپریل د اومې نیټې پیښې څه ډول ارزیابي کوي، ایا هغه یو انقلاب بولي او اهداف یې ترلاسه شوي او که نه وویل:
"په ۲۰۰۵ کال کې د پخواني ولسمشر عسکر اکایف د حکومت په نسکوریدو سره موږ فکر کاوه، چې انقلاب مو کړی دی.
په یوې قوي ارادې سره مو د فساد پرضد پاڅون وکړ. خو په خواشیني سره انقلاب غلا شو. د باقیف رژیم یې حتی نښې هم پرې نښودې.
باقیف له هغه نه د خپل ځان او کورنۍ لپاره ګټه پورته کړه. د اپریل د اومې نیټې پېښو ته د انقلاب نوم ورکول عادي بڼه غوره کړه.
غواړم ووایم چې موږ د تصفیه کولو پر مسیر روان یو. موږ ټولنه پاکوو او د ډموکراسي په لور حرکت کوو."
د قرغزستان موقتې جمهورریسې روزا اتونبایوا د دې پوښتنې په ځواب کې چې هغوی چې ځان د انقلاب ځواک بولي او له پارلماني ډموکراسي یې دفاع کوله ولې د اکتوبر د لسمې نیټې په پارلماني انتخاباتو کې یې بشپړ بری ترلاسه نه کړ؟ وویل:
"موږ د سیاسي برلاسي توب او د واقعیتونو ترمنځ د توپیر شاهد یو. هغه ډله چې په انقلاب کې یو موټي وه، د انتخاباتو په جریان کې سره بیله شوه.
دوی نشوای کولای چې یو متحد ځواک شي او هغوی نشوای کولای چې له انتخاباتو مخکې فعالیتونه منظم کړي. دوی خپل مخالفین کمزوري بلل چې ګواکې نه شي کولای دوی ته ستونزې جوړې کړي. دوی فکر کاوه چې خلک به یې ملاتړ وکړي. دوی د دغسی مفکورې تراغیز لاندې وو."
د قزاقستان د قانون د تطبیق د ارګانونو یوشمیر چارواکو ویلي، چې دوی مخکې له مخکې خبر وو، چې ښایي په هیواد کې سیاسي ناکراري، په قومي شخړو بدلې شي.
اوتانبیوا د دې پوښتنې په ځواب کې چې که دا خبره رښتیا وي، ولې یې حکومت په دې بریالی نه شو، چې د دغو شخړو مخه ونیسي؟ وویل:
"د جون د میاشتې د پیښو یو اساسي عامل د محلي جنایت کارو عناصرو له خوا پاڅون و. دا هغه وخت و، چې د قدرت خلا موجوده وه.
د باقیف حکومت نسکور شوی و او نوی حکومت د جوړېدو په حال کې و. په جنوب کې د باقیف د کورنۍ غړیو او د هغه د خپلو خپلوانو او دوستانو نژدې کړیو چې غوښتل یې هغه بېرته قدرت ته ورسوي، د موقت حکومت په وړاندې مقاومت وکړ.
په دې ترتیب موږ ونه توانیدو، چې د پخواني رژیم د وفاداره جنایت کارانو چې ترهغه مهاله د پولیسو او امنیتي ځواکونو په لیکو کې وو، مخه ونیسو. موږ باید د دوی یوشمېر نورو سیمو ته لیږلی وای، چې د دی کار لپاره مووخت ته اړتیا درلوده."
له اتونبایوا څخه چې پوښتنه وشوه، یوکال وروسته ستاستو د جمهوري ریاست دوره پای ته رسیږي، له هغه وروسته به ستاسو مشغولیت څه وي وویل:
"زه به له قرغزستان سره نه سټرې کیدونکې مرسته وکړم.
د امهمه نه ده چې باید یوڅوک دولتي مقام ولري. تراوسه پورې زه کولای شم ډیر کارونه ترسره کړم.
زه له ټولې دنیا سره ښې اړیکې لرم. زه د قرغزستان دننه زرګونه کسان پیژنم. زه به هڅه وکړم ترڅو دوی دې ته وهڅوم چې له قرغزستان سره مرسته وکړي.
فکرکوم هرڅومره وس چې لرم دې هدف ته د رسیدو په چاره کې به یې ونه سپموم."