د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۷

ولسمشر کرزي په ترکیې کې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو ملاتړ وکړ


جمهور رییس وویل، ترکیه به د افغانستان د مختلفو ډلو تر منځ د پخلاینې د غونډو او خبرو یوه نقطه وي.
جمهور رییس وویل، ترکیه به د افغانستان د مختلفو ډلو تر منځ د پخلاینې د غونډو او خبرو یوه نقطه وي.
د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي په ترکيې کې د طالبانو لپاره د یوه ادرس یا یوه دفتر د پرانستلو ملاتړ کړی. خو ترکي چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل، چې دا لا تر اوسه یوه خیالي خبره ده.

حریت ورځپاڼه لیکي، د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي په استانبول کې د پاکستان او ترکیې له مشرانو سره په درې اړخیزې غونډې کې له ګډون وروسته، په یوه ګډ خبري کنفرنس کې وویل، مفکوره داسې وه، چې د طالبانو استازي او نور به په ترکیې کې سره ټولیږي، د پخلاینې او بیا رغووني په مسلو به خبرې کوي. ده وویل، طالبانو ته نږدې کسانو مخکې د دغې مفکورې ملاتړ کړی و.

حریت ورځپاڼې د جمهور رییس کرزي دا خبره هم راخیستې، چې وایي، که چېرې ترکیه دا لار خلاصه کړي، موږ یعنې د افغانستان حکومت او دولت به په خوښۍ سره په دغې لار چې ترکیې پرانستې، پرمخ ولاړ شو.

د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت چارواکو حریت ورځپاڼې ته ویلي، په ترکیې کې د طالبانو د دفتر د پرانستلو مساله د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت له چارواکو سره د یکشنبې د ورځې په کتنې کې نه ده مطرح شوې.

ورځپاڼې د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت د یوه بل چارواکي خبره راخیستې، چې وایي، د طالبانو لپاره په ترکیې کې د دفتر پرانستل خیالي خبره ده.

که چیرې افغان حکومت په دې خبرې ټینګ وي نو ترکیه به ورباندې غور وکړي. دا یوه پیچیلې قانوني مساله ده او دا ځکه چې طالبان کوم سیاسي ګوند نه دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت همدغه چارواکي ویلي، انقرې د افغانستان د مختلفو ډلو تر منځ د پخلاینې مسالې ته پام اړولی او دا د اوږدې مودې راهیسې د نړیوالې ټولنې په اجندا کې شامله مساله ده.

دا چارواکي وایي، د افغانستان له جمهوررییس څخه د طالبانو د استازیتوب د مسالې په اړه پوښتنه وشوه او جمهور رییس وویل، ترکیه به د افغانستان د مختلفو ډلو تر منځ د پخلاینې د غونډو او خبرو یوه نقطه وي.

حریت ورځپاڼه وړاندې لیکي، جمهورریس کرزي وروسته له هغې په ترکیې کې د طالبانو لپاره د دفتر د پرانستلو مساله مطرح کړه، چې د طالبانو د حکومت پخواني چارواکي ملا عبدالسلام ضعیف د انګلستان له ډېلي ټیلګراف ورځپاڼې سره په مرکې کې وړاندیز وکړ او ویې ویل، د خبرو د اغیزمنیتا په مقصد به غوره وي، چې د طالبانو لپاره په کوم بې طرفه هیواد کې دفترونه پرانستل شي.

ضعیف ویلي، که چیرې دی د طالبانو استازی وای نو ده به افغانستان ته یو نږدې بې طرفه هېواد لکه عربي متحده امارات چې د پاکستان او چین په څیر د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاس وهنو لیوالتیا نه لري، غوره کړی واي.

حریت ورځپاڼې د پیژندل شوي لیکوال او د طالبانو د چارو کارپوه احمد رشید خبره راخیستي، چې وايي، په دې وروستیو کې یې د وسله والو له پنځو مهمو مشرانو سره مرکې کړي او هر یوه ورته ویلي، له کومي ورځې چې په هلمند او کندهار کې د طالبانو مرکزونه ویجاړ شوي، دوی غواړي د خلیج په هیوادونو او یا د جرمني او یا جاپان په څېر یوه بې طرفه هیواد کې یو دفتر خلاص کړي.

کله چې د ترکيې له جمهور رییس عبدالله ګل څخه د ډېلي ټیلګراف د ورځپاڼې د مرکې په اړه وپوښتل شول، ده په ځواب کې وویل، د ورځپاڼې مرکه یې نه ده لوستې خو په اصولو کې د دغې مفکورې ملاتړ کوي.

عبدالله ګل وویل، د افغانستان د پخلاینې په کار کې چې زموږ په وس کې هر څه وي هغه به وکړو.

حریت ورځپاڼه زیاتوي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر احمد داود اوغلو د طالبانو لپاره د دفتر پرانستلو په اړه وویل، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت تل وړاندیزونو ته چمتو دی.

ده زیاته کړه، جمهور رییس کرزي ډېرې مهمې خبرې وکړې. ځينی کارونه محرمانه تر سره شوي دي. جمهور رییس کرزي له ترکیې څخه په ډاګه غوښتې چې د پخلاینې په عملیې کې مرسته وکړي.

موږ د جمهور رییس له دغه اعتماد څخه خوښ یو او حاضر یو چې په هره سطحه ورته ځواب ووایو.
XS
SM
MD
LG