د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

په کابل کې د ملي سوداګرۍ تر سرلیک لاندې یو کنفرانس جوړ شو


ښاغلی الکوزی وايي، چې افغان سوداګرو سږ کال دولت ته اتیا مليارډه افغانۍ مالیه ورکړې ده.
ښاغلی الکوزی وايي، چې افغان سوداګرو سږ کال دولت ته اتیا مليارډه افغانۍ مالیه ورکړې ده.
دغه کنفرانس چې د سوداګرۍ او صنایعو خونې له خوا د خصوصي متشبثینو د نړیوال مرکز په مرسته په کابل کې جوړ شوی و، د هیواد د بیلا بیلو ولایتونو لسګونه سوداګرو په کې برخه اخیستې وه.

په کنفرانس کې ډیر ټینګار په ملي سطحه د پانګونې لپاره د یوې ستراتیژۍ پر جوړیدو او په دې برخه کې د پرتو ستونزو د هواري لپاره د لارو چارو په موندلو وشو.

د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خان جان الکوزي په افغانستان کې د خصوصي سکتور پر وړاندې محدودیتونو ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې دوی هڅه کوي د دې کنفرانس له لارې د خصوصي سکتور پر وړاندې محدودیتونه چې دوی ته یې ستونزې زیږولي دي لیرې کړي.

"موږ غواړو چې د خصوصي سکټور پر وړاندې پرتې ستونزې په نخښه او په لیکلې بڼه یې راټولې کړو او وګورو چې د دوی پر وړاندې پرتې ستونزې چې دي، څومره خلک یې مني او د دې ستونزې د هواري لپاره څه وړاندیز لري.

موږ نن په همدې خاطر راټول شوي یو، چې دغه شته ستونزې په نخښه او د حل لار ورته پیدا کړو."

د سوداګرۍ د خونط چارواکي وایي، چې دا ډول غونډی مخکې په هرات، ننګرهار، قندهار او بلخ ولایتونو کې شوي، چې په کې د افغان سوداګرو اساسي ستونزی په نخښه شوي.

ښاغلي الکوزي پر افغان دولت نیوکه وکړه، چې سوداګرو ته یې لازمې اسانتیاوې نه دي برابرې کړي.

هغه وویل، چې افغان سوداګرو سږ کال دولت ته اتیا مليارډه افغانۍ مالیه ورکړې ده، خو دولت یې بیا هم د ستونزو د هوارولو لپاره موثره پروګرام نه لري او یوازې د مالیې په لوړولو یې زور اچولی دی.

د کندهار ولایت یو سوداګر حاجي قاسم، هم په سوداګریزو توکو د مالیې لوړول یوه ستونزه بولي خوا وايي، چې زور یې په عامو خلکو راځي:

بل خوا افغان دولت تل ویلي، چې په هیواد کې خصوصي پانګوالو او سوداګرو ته فعالیت مناسبه فضا رامنځ ته کړې ده او اکثره اقدامات یې د دوی په سلا مشورې ترسره کړي دي.

د سوداګرۍ وزارت چارواکي ادعا کوي، چې په هیواد کې د سوداګرۍ لپاره یو ښه سیستم رامنځ ته کړی او هڅه یې دا ده، چې په دې برخه کې موجود ستونزې هوارې او قوانین لا پسې ساده کړي.

راپور: ذکيه غیاثي
XS
SM
MD
LG