د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۵

سفما:ملي امنیت دې افغان خبریال حجت الله مجددي خوشې کړي


د جنوبي اسیا د ازادو خبریالانو د ټولنې د افغانستان د څانګې مسئول رحیم الله سمندر
د جنوبي اسیا د ازادو خبریالانو د ټولنې د افغانستان د څانګې مسئول رحیم الله سمندر
په کاپیسا ولایت کې د ملي ټلویزیون خبریال حجت الله مجددي شاوخوا درې میاشتې مخکې د ملي امنیت ادارې له وسلوالو مخالفینو سره د ارتباط په تور نیولی دی، شاوخوا کال مخکې دوه فرانسوي خبریالان هم دغه ولایت ته تللي و چې بیا وسلوالو مخالفینو وتښتول، د دوي د خلاصون لپاره پخوا هم هلې ځلې شوي، خو تر اوسه یې پایله نه ده ورکړې.

په کابل کې د یکشنبې په ورځ یو ځلې بیا د سفما یا د جنوبي اسیا د ازادو خبریالانو د ټولنې د افغانستان د څانګې مسئول رحیم الله سمندر په یوه خبري کنفرانس کې د دغو درې واړو خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه:

(موږ د افغانستان له محترم ولسمشر نه یو ځلې بیا غواړو، د ملي امنیت او د کورنیو چارو وزارت له چارواکو څخه غواړو چې په دې مسئلې کې جدي څیړنې وکړي او مجددي پریږدي، ښاغلي مجددي بې ګناه دی، موږ ته ثابته ده.

همدا راز موږ د دولت له وسلوالو مخالفینو غواړو، چې که په رښتیا موږ بې طرفه بولي، له موږ نه د بې طرفۍ او متوازن پوښښ غوښتنه لري، نو باید چې دوه فرانسوي ژورنالیستان هم خوشې کړي.)

سمندر د ښاغلي مجددي په روغتیايي وضعیت اندیښنه وښودله او ویي ویل، چې له هغه سره په کتنه کې ورته معلومه شوې چې له سختو روانو ستونزو سره مخ دی.

له وسلوالو مخالفینو سره وروسته له څو میاشتو بنده تیره میاشت د تښتول شوېو فرانسوي خبریالانو ویډیو هم خپره شوه، چې دواړه په کې روغ رمټ ښکارېدل.

فرانسوي چارواکو تمه ښودلې وه، چې د عیسویانو له اختر یا کرسمس نه وړاندې به د دوي د راخوشې کېدو هلې ځلې بریالۍ شي خو تراوسه داسې نه دي شوي.

بل خوا د افغانستان د ملي امنیت د ریاست ویاند لطف الله مشعل ازادۍ راډیو ته وویل، چې نیول شوی افغان خبریال مجددي کوم مطبوعاتي جرم نه دی کړی او دوسیه یې تر څیړنې لاندې ده:

(ښاغلی حجت الله مجددي کوم رسنیز جرم نه لري، د ملي امنیت د بېلابېلو شواهدو پر بنسټ حجت الله له یو تن تروریسټ سره چې غوښتل يي ځان مرګۍ برید وکړي اړیکه درلوده او نیول شوی ځان مرګۍ بریدکونکی اعتراف کړی دی چې ده له مجددي سره اړیکې درلودې نو ددې موضع د روښانتیا لپاره دی د ملي امنیت تر څیړنې لاندې دی.)

څه موده مخکې ولسمشر حامد کرزي امر وکړ، چې د ښاغلي مجددي دوسیه دې ژر تر ژره وڅیړل شي خو دغه خبریال تر اوسه پورې په توقیف کې دی.

په افغانستان کې د خبریالانو له حقوقو څخه د دفاع ټولنو تل په دغه هېواد کې د خبریالانو د امنیت او مصنوئیت په اړه اندیښنه ښودلې او له چارواکو او وسلوالو مخالفینو څخه یې غوښتي چې د بیان ازادۍ او د خبریالانو حقوقو ته پوره درناوی وکړي.
XS
SM
MD
LG