د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۸

بشري:په تیره اونۍ کې ۹۰ تروریستي پېښې او په تور يي ۱۵۵ کسه نیول شوي


 د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند زمري بشري
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند زمري بشري
په داسې حال کې، چې تمه کېده، د ژمي په راتلو سره به په افغانستان کې د وسلوالو مخالفینو فعالیتونه کم شي، خو لا هم ویل کیږي چې د وسلوالو حملې ډیرې شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند زمري بشري د یکشنبې په ورځ د دغه وزارت د اونیز راپور د وړاندې کولو پر وخت وویل، چې په ټول افغانستان کې په یوه اونۍ کې 90 پېښې شوي.

ښاغلي بشري وویل، چې په دغو پېښو کې، ځان وژونکي حملې، وسلوالې نښتې او د ماینونو چاودنې شاملې دي:

(په تیره اونۍ کې په ټولیزه توګه ۹۰ تروریستي بریدونه شوي دي چې په دغو بریدو سره تلفات هم منځ ته راغلي دي او همدارنګه ۱۵۵ تنه د تروریستي بریدو په تور نیول شوي هم دي یواځینې ډیروالې چې راغلې هغه په ځان مرګي بریدو کې دی)

زمري بشري وویل، چې دغه پېښې تر ډیره په کندهار، هلمند، کونړ او کندز ولایتونو کې شوي او تر څنګ یې 79 کړۍ ماینونه او 43 میله وسله نیول شوې ده.

ده وویل چې په تیره اونۍ کې 31 وسلوال مخالفین، 21تنه افغان پولیس او 11 تنه ولسي خلک په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.

ښاغلي بشري همدارنګه وویل، چې په تیره اونۍ کې تر څلورو ټنو ډیر نشه یي توکي او په تور یې 16 تنه نیول شوي دي:

“په تیره اونۍ کې افغان پولیسو وکولای شوای، چې 4240 کیلو ګرامه بېلابېل نشه يي توکي نیولي او له منځه يي وړي دي.

16 تنه چې د نشه يي توکو په کارو بار کې یې لاس درلوده، پولیسو نیولي دي او د تیرې اونۍ په پرتله زموږ لاسته راوړنې د نشه يي توکو پر ضد مبارزه کې 34 فیصده لوړوالی ښيي.”

د تیرو کلونو د ژمي موسم په پرتله چې په افغانستان کې به وسلوالو ډلو خپل فعالیتونه کمول او د جنګ جګړو راپورونه به لږ وه خو سږ کال راپورونه ښيي چې د وسلوالو مخالفینو فعالیتونه لا ډیر شوي دي.

د راپورونو پر اساس روان کال په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ بلل شوی، چې شا او خوا 700 نړېوال پوځیان وژل شوي او د دې تر څنګ ویل کیږي، چې د وسلوالو مخالفینو په دغو حملو او عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو او ولسي خلکو ته هم ډیر زیان رسېدلی دی.

راپور-معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG