د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

په کابل کې دوه غیر قانوي مخابراتي دستګاوې کشف او ضبط شوی


 د مخابراتو وزارت د مخابراتي خدماتو د تنظیم د ادارې مسوول انجینیر خیرمحمد فیضي
د مخابراتو وزارت د مخابراتي خدماتو د تنظیم د ادارې مسوول انجینیر خیرمحمد فیضي
د افغانستان د مخابراتو وزارت خلکو ته د باکیفیته مخابراتي خدماتو د رسولوپه مقصد، د کابل په ښار کې د دوو لوېوغیر قانوني مخابراتي د ستګاګانو د کشف او ضبطولو خبر ورکړ.

چارواکو وویل، دې دستګاګانو کولای شول چې په سلګونو سیم کارټونه د کورنیواو بهرنیو مخابراتي اړیکو د ټینګولو لپاره په غیرقانوني توګه فعال وساتي.

د مخابراتو وزارت د مخابراتي خدماتو د تنظیم د ادارې مسوول انجینیر خیرمحمد فیضي وویل چې، دا دستګاګانې چې مخابراتي خدمات یي بې کیفیته کړي او د دولت بودیجه ته یي زیان رساوه، د کابل ښارپه درېیمه کارته کې د مخابراتي خدمات د کنټرول د څارونکو له خوا، کشف او نیول شوي دي، ده وویل:

( یوې دستګا په یوه وخت کې یوسلو دوه نوي سیم کارټونه د نړۍ له مختلفو هېوادونو سره نښلولای شول ، دی په غلا سره د دولت له فریکوینسیو ګټه اخیستله، د موبایلونو د خدماتو کیفیت یي خراب کړې و او د دولت اقتصاد ته يي زیان رساوه، له نیکه مرغه کشف او له مسيول تن سره یو ځای ونیول شوه.)

د مخابراتو وزارت د مخابراتي خدماتو د تنظیم د ادارې ريیس وویل چې په دی وروستیو کې یي، د مخابراتي خدماتو د کیفیت د خرابوالي له امله، څلور مخابراتي خصوصي شرکتونه (روشن، ایم ټي این،افغان بي سیم او اتصالات) د دوي د مخابراتي خدماتو د خرابوالي له اندازې سره سم جریمه کړي دي.

سره له دې چې، د مخابراتو وزارت خلکو، شرکتونو او دولتي ارګانونو ته د با کیفیته مخابراتي خدماتو د رسولو په مقصد، د دوي د اقداماتو خبرې کوي خوخلک اوس هم په هېواد کې د موبایلونو او انټرنټ له خدماتو راضي نه ښکاري، د کابل ښاراوسیدونکي فیض محمد ازادۍ راډیو ته وویل:

(له ښارونو پرته په نورو ځایونو کې د موبایلونو خدمات د قناعت وړنه دي، انټرنټ خو بالکل کمزوری او د استفادې څخه وتلې دی او د مخابراتي خدماتو بیې هم د خلکو له توان څخه پورته دي.)

خلک وایي، اوس هم د هېواد په مرکزاو ولایتونو کې د ګرځنده موبایلونو سیم کارټونه پرته له دې چې له دې راجسټر شي په ازاده توګه خرڅیږي.

کارپوهان وایي، دا غیرقانوي فعالیت نه یوازې دا چې د مخابراتي خدماتو کیفیت یي خراب کړی، بلکه د دولت اقتصاد ته هم زیان رسوي او د نامنیو په خپرولو کې هم برخه اخیستلای شي.

راپور-خان محمد سیند،کابل
XS
SM
MD
LG