د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۵

شنبې د مرغومۍ ۴ مه


په کابل ښارکې دننه د بهرنیو ځواکونو عملیات او د ولسي جرګې د انتخاباتو په سر روان کړکیچ هغه مسایل دي، چې د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې راخیستي.

سرنوشت:

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو سخت غبرګون ښودلې او شوي عملیات یي هومره وحشیانه بللې، چې د ورځپاڼې په وینا هره شپه د هېواد په کلیو او بانډو کې د دوي له خوا کیږي.

ورځپاڼې لیکلي، چې په دې عملیاتو کې بهرنیو ځواکونو وروسته له هغې، چې د یو شرکت دوه ساتونکي ووژل او دوه نور یي ټپیان کړل، پرته له دې، چې د مخالفینو په نوم څوک پیدا کړي له سیمې ووتل.

ورځپاڼې د دا ډول عملیاتو پایلې افغان دولت ته خطرناکې بللې او لیکلي، چې له دې دا تصور پیدا کیږي، چې دولت د خلکو د سر مال او ناموس ساتنه نه شي کولې او موجودیت یي هیڅ ضروري نه دې.

ورځپاڼې دا سپارښتنه کړې، چې دولت باید ځان پوه کړي او له بهرنیو ځواکونو سره په دې برخه کې غوڅ چلند وکړي، که نه نو د دې کار د دوام پایلې به هم بهرنیانو او هم افغان مشرانو ته د زغم وړ نه وي.

ویسا:


ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا لیکلي، چې د بهرنیو ځواکونو له خوا د کابل ښار په ګڼ میشته سیمه کې شوي دا عملیات ښیۍ، چې مرستندویان ورو ورو په یرعلګرو او قاتلانو بدلیږي.

ورځپاڼې لیکلي، که څه هم دا ډول عملیات هره شپه د هېواد په لرو پرتو سیمو کې کیږي، خو د کابل عملیاتو دا وښودله، چې ناټو او امریکایي ځواکونه نه خو افغان دولت په رسمیت پیژني او نه دا نظام او حکومت د دې وړ بولي، چې ورسره په ګډه کار وکړي.

ورځپاڼې لیکلي دا ډول عملیات نه یوازې په خلکو کې د موجوده حکومت او نظام باور کمزورې کوي، بلکه د بهرنیو ځواکونو په وړاندې په خلکو کې کرکه اونفرت هم پیاوړې کوي.

د ولسي جرګې د انتخاباتو په سر روان کړکیچ بله مهمه مسئله ده، چې نن هم د کابل چاپ ورځپاڼو پورته کړې.

افغان جرګه:

افغان جرګې نا دولتي ورځپاڼې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې روان بحران له هغې ورځې حتمي بللې وو، چې کله دولت په پټو سترګو یو داسې کس د انتخاباتو د کمسیون د مشر په توګه وټاکلو، چې د ورځپاڼې په وینا ناپیلې نه وو.

ورځپاڼې د انتخاباتو په مسئله کې د لوی څارنوالۍ مداخله یو پر ځای اقدام بللې او لیکلي، چې دې کار د کمسیون له رازونو پرده پورته کړه.

ورځپاڼه لیکي، چې اوس ولس په دې اړه د سترې محکمې پرېکړې ته منتظر دي او په دې ترڅ کې له حکومت نه غوښتي، چې د نوې ولسي جرګې د پرانیستلو اقدام دې له دې پریکړې وروسته وکړي.

سرنوشت:

سرنوشت هم په یو تفصیلي مطلب کې د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه ولسمشر او سترې محکمې ته ځینې مهمې سپارښتنې کړي او له سترې محکمې یي غوښتي، چې د شوېو درغلیو په اړه دې غوڅ دریځ خپل کړي.

ویسا:

ویسا بیا په انتخاباتو کې د درغلیو پراختیا ته په پام سره د هغو د باطلولو لپاره د لوی څارنوالۍ غوښتنه پر ځاې بللې.
XS
SM
MD
LG