د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

نیوز ویک:په پاکستان کې د جلال الدین حقاني زوی نیول شوی


جلال الدین حقاني
جلال الدین حقاني
نیوز ویک مجلې د پاکستانیو چارواکو او طالبانو په حواله لیکلي، استخباراتي چارواکو په روانې اوونۍ کې د جلال الدین حقاني زوی نصیرالدین حقاني له څلورو نورو کسانو سره هغه مهال ونیوه چې له پېښور څخه د شمالي وزیرستان پر لور روان و،نصیرالدین حقاني د خپلو ملاتړو په منځ کې په ډاکټر خان هم مشهور دی.

مجله لیکي: له نصیرالدین حقاني سره په نیول شوېو څلورو کسانو کې یو هم د حقاني شبکې یو مهم قوماندان ملا محمد جان دی.

د امریکا متحده ایالاتو په پاکستان باندې فشارونه زیات کړي، چې د افراطي ډلو پر ضد باید جدي عمل وکړي، په خاص ډول د حقانې شبکې پر ضد چې په شمالي وزیرستان کې فعالیت کوي او په امریکایي عسکرو حملې تر سره کوي.

نیوزویک زیاتوي، تیره اوونۍ د امریکا د پوځ د لویو درستیزانو د کمېټې مشر امیرالبحر مایک میولن اسلام اباد ته لاړ او هغه پیغام یي پاکستانیو مشرانو ته یوړ چې وایي، د امریکا د صبر کاسه نوره ډکه شوې ده.

مجله وړاندې لیکي: د جلال الدین حقاني د زوی نیونه مهمه ده، د نصیرالدین حقاني کورنۍ په عربي هېوادو کې ژوند کوي او ویل کیږي، چې خپلې شبکې ته د پیسو راټولولو په کار کې مهمه او ستره ونډه لري. مجله لیکي، د نصیرالدین مور د عربي متحده اماراتو ده.

نیوزویک لیکي: د افغان طالبانو چارواکي وایي، نصیرالدین په منظم ډول د خلیج هېوادونو ته تګ راتګ کاوه او په مختلفو پاکستانیو پاسپورتونو یي سفر کاوه، ده د امریکایي ځواکونو پر ضد د جګړې لپاره ډېرې زیاتي پیسې راټولې کړي دي.

نیوزویک مجله د افغان طالبانو په حواله لیکي: نصیرالدین او څلور ملګري یي هغه مهال ونیول شول، چې په سعودي عربستان کې د حج له مراسمو وروسته پاکستان ته ستانه شول او د سعودي عربستان په دې سفر کې یي هم زیاتې پیسې راټولې کړي دي، د طالبانو د یوه چارواکي په وینا، د نصیرالدین په نیول کیدو سره به د حقاني شبکې ته سخت مالي زیان ورسیږي.

نصیرالدین د سراج الدین حقاني ورور دی، چې د وسله والو یو مهم قوماندان دی او په کابل کې د زیات شمېر بمې چاودنو او حملو مسول بلل کیږي.

نیوزویک مجله وړاندې لیکي: پاکستانیو چارواکو د نصیرالدین حقاني د نیول کیدو په اړه څه نه دي ویلي خو یوه حکومتي مقام د نوموړي نیونه تائید کړې ده. دغه مقام دا هم ویلي، پاکستانیو مامورینو امریکایي چارواکو ته د حقاني د نیونې خبر نه دی ورکړی.

نیوزویک لیکي: نصیرالدین او نور بندیان د پاکستان د استخباراتو یا اي اس اي په یوه زندان کې بندیان دي. پاکستاتي چارواکي وایي، د امریکا استخباراتي مامورینو ته به اجازه ورنه کړي چې له نصیرالدین حقاني سره وګوري او دا ځکه حقاني به دا مسله په ډاګه کړي چې د پاکستان استخباراتي اداره یا اي اس اي تر کومه حده له حقاني شبکې سره نږدي ده.
XS
SM
MD
LG