د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۲

محمدظاهر:په کابل کې د تیرې شپې برید د افغان سرتیرو سره همغږه نه وو


د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرایمو پر وړاندې د پلټنې او مبارزې رئيس سمونوال محمدظاهر
د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرایمو پر وړاندې د پلټنې او مبارزې رئيس سمونوال محمدظاهر
د چارواکو په وینا په دغه برید کې، چې د بهرنیو ځواکونو له خوا د افغان سرتېرو له همغږی پرته شوې، دوه تنه په کې وژل شوي او دوه نور په کې ټپیان دي.

بهرنیو سرتېرو د پنجشنبې په شپه د کابل ښار د لب جر په سیمه کې په تایګر انترنېشنل شرکت برید وکړ، چې د دوي او د دغه شرکت د امنیتي ساتونکو ترمنځ څو ساعته نښته روانه وه.

د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرایمو پر وړاندې د پلټنې او مبارزې رئيس سمونوال محمدظاهر وايي، چې دغه عملیات د افغان سرتېرو له همغږۍ پرته شوي دي:

( روښانه نه ده، چې دوي د هغه ځای په هکله څه معلومات درلودل، خو د کابل پولیسو له همغږی پرته په هغه ځای حمله کوي او د همدغه خصوصي کمپنی دوه ساتونکي وژل کیږي او دروازه يي ورته الوزوي او هلته دوه نور ټپیان کيږي.

د دغه شرکت په شا و خوا کې کورونه هم موجود دي، چې هغوي ته هم وېره راپورته کوي، لکه دوي چې ادعا کوله چې دلته تروریستان ځای پرځای شوي، موږ خو داسې څه ونه موندل.)

یو شمېر عیني شاهدان، چې په لب جر سیمه کې اوسیږي وايي، چې د بهرنیو سرتېرو او د تایګر انترنېشنل شرکت د ساتونکو ترمنځ نښته څوساعته روانه وه.

د عیني شاهدانو په وینا دغه سیمه تر یو کیلو مټری پورې د بهرنیو سرتېرو له خوا محاصره شوې وه، چې ان امنیتي چارواکو ته يي هم د مداخلې اجازه نه ورکوله، خو یو شمېر نور بیا وايي، چې په سیمه کې پولیس موجود و او دوي يي محاصره کړي و:

(پرون موږ ویده وو، چې ډزې پیل شوی)

بل خوا د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د پېښې د روښانه کېدو په هدف يي پلاوی ټاکلی دی، د کورنیو چارو وزارت ویاند زمري بشري ازادۍ راډیو ته وویل، چې د پلټنې پایلې به په نږدې راتلونکو کې روښانه شي.

(د کورنیو چارو وزارت له خوا یو پلاوی وټاکل شوتر څو هغه پیښه چې د کابل په څلومه ناحیه کې تر شوې هغه وڅیړي او پایلې يي موږ ته راکړي.

دا عملیات د کابل له ملي امنیت سره نه وو شریک شوي، خو په اړه به يي څیړنې وشي او پایلې به يي تاسې شریک کړو.)

دا لومړی ځل نه دی، چې بهرني سرتیري د افغان ځواکونو له همغږی پرته په خپل سره پوځي عملیات کوي، بلکې تر دې مخکې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې يي په خپل سري پوځي عملیات کړي دي.

افغان حکومت هم په وار وار له نړېوالې ټولنې غوښتي، چې د بهرنیو ځواکونو پوځي عملیات له افغان ځواکونو سره په همغږی وشي.
XS
SM
MD
LG