د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۴

ګارډین:د امریکايي ځواکونو د بریدو په پایله کې د طالبانو په مشرتابه کې اختلاف راغلی


ګارډین لیکي، په کندهار کې د امریکايي ځواکونو حملو د وسله والو طالبانو قوماندانان سخت ځپلي دي، ورځپاڼه د سیمې د اوسېدونکو په حواله لیکي چې وايي، د طالبانو دوو نامتو قوماندانانو د جګړې خط پري ایښی او له هغو سیمو څخه چې مخکې د دوي تر ادارې لاندې وې، تېښتې ته اړ وتلي دي.

د کندهار ښار د شاوخوا سیمو قومي مشران او اوسېدونکي وايي، چې د امریکايي پوځیانو په شمېر کې زیاتوالی او د هغو حملو د طالبانو ځواک ته سخت زیان اړولی او په نتیجه کې یې د طالبانو جګ پوړي قوماندانان او بهرني طالبان د کندهار له ژېړۍ، پنجوايي او ارغنداب ولسوالیو څخه تښتېدلي او اوس له عادي جنګیالیو سره د دوي اړیکې پرې شوې دي.

د ژېړۍ ولسوالۍ قومي مشر معلم جمعه ګل وايي، چې دوه میاشتې مخکې طالبان په هرځای کې لیدل کېدل، دوي به هره ورځ د ناټو پر ځواکونو بریدونه کول، خلک به یې تلاشي کول او ځورول به یې خو په کندهار کې د امریکايي ځواکونو له پراخو عملیاتو وروسته اوس د دوی ټول قوماندانان له سیمې څخه تښتېدلي دي او عادي طالبان یا په خپلو کورونو کې ناست دي، یا مزدوري کوي او یا د کار په بدل کې د پیسو له پروګرامونو څخه چې امریکایانو په سیمه کې پیل کړي دي ګټه اخلي.

ګارډین ورځپاڼه د پنجوايي ولسوالۍ د یوه قومي مشر له قوله لیکي چې وايي، څو ورځې وروسته له دې چې د طالبانو قوماندانان او ورسره بهرني جنګیالي د دې ولسوالۍ له سیمو څخه ووتل، عادي طالبانو کندهار ښار ته پناه یووړه او دا هغه معما ده چې څارونکي وېره ترې لري او وايي، هسې نه چې کلیوال یاغیان په ښاري یاغیانو بدل شي.

همدا قومي مشر چې د ګارډین په تحلیل کې یې نوم نه دی اخیستل شوی، وايي، سیمه ایز طالبان د امریکايي ځواکونو له هوايي حملو څخه وېره لري او موږ پوهېږو چې دوي د ناټو د ځواکونو په وړاندې مقاومت نه شي کولای.

ورځپاڼه زیاتوي، په کندهار کې داسې اوازې خپرې شوې دي چې د طالبانو دوه جګ پوړي قوماندانان محمدعیسی او مولوي قیوم ذاکر چې هم یې په خپلو کې او هم د طالبانو له مشرانو سره اختلاف درلود، له جګړې لاس اخیستی.

په کندهار کې یوه باخبره سرچینه وايي، مولوي عیسی چې د کندهار لپاره د طالبانو نومول شوی والي و او له خپلو مشرانو سره د مخالفت له امله پوزې ته رسېدلی و، یا له جګړې لاس اخیستی یا له خپلې دندې لیرې شوی او یا په کومه بله دنده ټاکل شوی خو په دې اړه دقیق معلومات نشته.

د کجکي ولسوالۍ یو اوسېدونکی چې پخوايې د طالبانو له بل قوماندان مولوي قیوم ذاکر سره اړیکي لرل وايي، مولوي ذاکر چې د هېواد په جنوب کې د پوځي عملیاتو مسوول و، اوس له خپلې کورنۍ سره یوځای په پاکستان کې دېره دی.

د طالبانو د دې قوماندان اړوند طالبان وايي، چې دی په جګړه کې برخه نه اخلي نو دوي به ولې جګړه کوي، دې څرګندونو ته په پام سره ګارډین لیکي، لکه څنګه چې لیدل کېږي، د طالبانو عادي جنګیالي له جګړې څخه ستړي شوي دي.

ورځپاڼه د مطلب په بله برخه کې د کارپوهانو له قوله لیکي چې دوي په افغانستان کې د ناټو د پرمختګونو په اړه هم شک لري، ځکه د ناټو چارواکو د روان کال په پیل کې د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې هم ورته ادعاوې کولې خو وروسته څرګنده شوه چې دا ادعاوې ناسمې وې.

ځینې څارونکي استدلال کوي، چې طالبان د ژمي له راتلو سره سم په تکتیکي ډول له جګړې لاس اخلي او پاکستان ته ځي او د پسرلي له را رسېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستنېږي، خو د ناټو قوماندانان په دې نظر دي چې د ژمي له وقفې څخه به کار واخلي، په سیمه کې به امنیت پراخ کړي او وسله وال طالبان به پرې نه ږدي چې هېواد ته راستانه شي.

دا نظر د سیمې د خلکو او په تېره د ژېړۍ ولسوالۍ قومي مشر معلم جمعه ګل ته په زړه پورې دی، نوموړي ګارډین ته ویلي، که امنیتي ځواکونه په دې سیمو کې د اوږدې مودې لپاره پاتې شوي وای نو طالبان به بېرته نه وای راستانه شوي. دی وايي، که د طالبانو قوماندانان په سیمه کې نه وي نو کلیوال جنګیالي به هېڅکله جګړه ونکړي، ځکه دوي به ونه شي کړای چې بیا له هغو سره په اسانه اړیکي ټینګ کړي.
XS
SM
MD
LG