د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۶

ایوانوف:په بدخشان کې د مخدره موادو څه دپاسه ۵۰۰ لابراتورنه فعالیت کوي


د نشه يي موادو پر ضد د روسيي د فیدرالي ادارې مشر ویکتورایوانوف
د نشه يي موادو پر ضد د روسيي د فیدرالي ادارې مشر ویکتورایوانوف
د نشه يي موادو پر ضد د روسيي د فیدرالي ادارې مشر ویکتورایوانوف وايي، د افغانستان په شمالي ولایت بدخشان کې چې له تاجکستان سره ګډه پوله لري د مخدرو موادو څه د پاسه پینځه سوه لابراتوارونه فعال دي.

اترتاس خبري اژانس د ویکتورایوانوف په حواله وايي، چې پاکستاني استخباراتو هم دا موضوع تائید کړې او په دغو لابراتوارونو کې تولیدیدونکي زیاتره هیروین د افغانستان له شمالي سیمو روسيي ته داخل شوي دي.

نوموړي په روان کال کې د افغانستان او پاکستان پر پوله د نشه يي موادو پر ضد د روسيي، امریکا او افغان ځواکونو ګډو عملیاتو ته اشاره کړې، چې په کې د مخدرو موادو څلور لابراتوارونه او شاوخوا یو ټن هیروین مواد له منځه یوړل شوه.

د نشه يي موادو پر ضد د روسې د فیدرالي ادارې مشر وايي، په سیمه کې به د مخدر موادو پرضد دغه شان ګډو عملیاتو ته دوام ورکړي، خو د هغه په قول د دې لپاره چې د نشه يي مواد کاروبار ته سخته ضربه ورکړل شي باید پینځه سوه داسې مشترک عملیات ترسره شي.

هغه ویلي، په روسیه کې دا مهال شاوخوا پینځه میلیونه کسان په مخدر موادو معتاد دي چې له دې جملې څخه يې یو نیم میلیون کسان هغه هیروین استعمالوي چې له افغانستان څخه روسيي ته قاچاق کیږي.

ویکتورایوانوف زیاته کړې، چې دا مهال د نورو هېوادونو په مقایسه په منځنۍ اسیا کې د نشه يي موادو کاروبار پراخ شوې او د مخدر موادو کاروباریانو په دې سیمه کې کافي بډایه شوي او د نورو هېوادونو په پرتله زیاتې منابع هم په واک کې لري.

دغه لوړ رتبه روسيي مقام ویلي، د نشه يی موادو کاربارو یان په قرغزستان او د سیمې په نورو هېوادونو کې د پراخېدو په حال کې دي.

هغوي نور وسله وال کسان استخداموي، زیاتې وسلې رانیسي او په حکومتي ادارو کې يې لاره پیدا کړې ده.

ویکتور ایوانوف ویلي، دوي اوس د یوه داسې قانون په جوړولو کار کوي چې پر اساس به يې د مخدرو موادو قاچاق چیان اړ وي چې ثابته کړي د هغوي دارايي او عاید قانوني دي.

که څه هم چې روسيي مقامات وايي، د دوي وسله والو ایجنټانو په روان میلادي کال کې له افغان دولت او ناټو ځواکونو سره په همغږۍ کې په دغه هېواد کې د نشه يي موادو پر لابراتوارونو ګډ عملیات کړي خو افغان ولسمشر د روسيي دغه ګام یو خپل سرې ګام او د افغانستان د مځکني حاکمیت خلاف عمل بللی دی.
XS
SM
MD
LG