د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

ایکن بیري:په ۲۰۱۱کې به هم له افغانستان سره خپلې مرستې جاري وساتو


ایکن بیري۲۰۱۰ کال د امریکا او افغانستان ته له لاسته راوړنو ډک کال وباله
ایکن بیري۲۰۱۰ کال د امریکا او افغانستان ته له لاسته راوړنو ډک کال وباله
په داسې حال کې چې د روان میلادي کال پای ته رسېدو ته څو ورځې پاتې دي، په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالاتو سفارت وایي چې دوه زره لسم کال، امریکا او افغانستان ته له لاسته راوړنو ډک کال و.

په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالاتو سفیر ایکن بیري وایي چې په روان کال کې افغان امنیتي ځواکونو د امریکا په مرسته، د کمیت او کیفیت له پلوه د پام وړ پراختیا موندلې ده.

ایکن بیري وایي، په تیرولسو میاشتو کې، د افغان امنیتي ځواکونو شمېر چې اردو او پولیس په کې شامل دي له یولکو یو نوي زرو څخه دوه لکه او اته پنځوس زرو ته رسیدلی دی.

ایکن بیري چې د پنجشنبې په ورځ یي خبریالانو ته څرګندونې کولې وویل، سره له دې چی په راتلونکي کال کې به افغانستان ، بیا هم له امنیتي ګواښونو سره مخ وي، خو دوي غواړي چې د افغان حکومت په همکارۍ دغو ګواښونو ته ځواب ووایي:

"غواړم ټینګار وکړم چې، د امریکا متحده ایالات به د افغانستان له بریالیتوب سره ژمن وي، په سلو کې شاوخوا شپیته پراختیایي مرستې چې له دې هېواده سره کیږي د امریکا د مالیه ورکوونکي له خوا کیږي.

د افغانستان په امنیتي ځواکونو نوي فیصده لګښت د امریکا له خوا تمویلیږي، له دې هېواد سره زموږ مرستې اوږد مهالې دي او موږ به په راتلونکي میلادي کال کې د افغانستان او نورو هېوادونو په مرسته د دې هېواد د پراختیا لپاره نور کار هم وکړو."

د امریکا سفیر وویل، په دوه زره لسم کال کې امریکا له افغانستان سره د قانون د حاکمیت، د سړکونو، ښوونځیواو روغتیایي کلینیکونو په جوړولو کې مرستې کړي دي.

ایکن بیري وویل، له بهرنیو ځواکونو څخه به افغان امنیتي ځواکونو ته د واک لیږدیدل، په دوه زره یوولسم کال کې پیل شي خو له دې هېواد څخه به د بهرنیو ځواکونو بشپړ وتل، د شرایطو په پام کې نیولو سره ترسره شي:

"غواړم بیا هم ټینګار وکړم چې له افغانستان څخه به د امریکا او ناټو د ځواکونو وتل، د افغانستان په همکارۍ او د شرایطو په پام کې نیولو سره ترسره شي.

غواړو دا کارپه سمه توګه ترسره شي، د انتقال بهیر یو تدریجي بهیر او د یوې ورځې کار نه دی.

زه ډاډه یم، چې په راتلونکو کلونو کې به موږ ستاسې د پوځ، پولیسو او حکومت د غښتلتیا شاهدان واوسو."

د امریکا د متحدوایالاتو سفیر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، په همدې اوونۍ کې د امریکا د متحدوایالاتو د ولسمشر مرستیال جوبایډن وویل، چې تردوه زره څوارلسم کاله پورې به، له افغانستان څخه امریکایي ځواکونه په هرډول شرايطو کې بیا هم ووځي.

خو افغان حکومت د اردو په تجهیزولو او روزلو ټینګار کوي او غواړي چې، دا کار په بیړه سره ترسره شي، تر څو افغان امنیتي ځواکونه په لږه موده کې په بشپړه توګه د امنیت د ساتلو جوګه شي.

راپور-خان محمد سیند،کابل
XS
SM
MD
LG