د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

ننګرهار پوهنتون ته پاکستان عصري ودانۍ جوړه کړه


د ننګرهار پوهنتون ته نوې جوړه شوی ودانۍ
د ننګرهار پوهنتون ته نوې جوړه شوی ودانۍ
د پاکستان هېواد په مرسته ننګرهار پوهنتون ته جوړه شوې ودانۍ تر پرانیستلو وروسته د دغه پوهنتون چارواکو ته د پنجشنبې په ورځ وسپارل شوه.

د ننګرهار پوهنتون د ساينس پوهنځي دا نوې ودانۍ چې د پاکستان هېواد په شپږ نيم ميليونه ډالر پانګه جوړه شوې په درې پوړونو کې د زده کوونکو د تدريس مسلکي خونې، لابراتوارونه، د کتابتون اتاق او د غونډو تالار لري.

د ودانۍ په جوړېدو پاکستاني معمارانو ٣ کاله وخت لګولى او په خورا اوچته بڼه په کې د مرمرو ډبرو بېلابېل ډولونه په ښاېسته هنري توګه کارول شوي.

ننګرهار والي ګل اغا شېرزي او د پاکستان سفير محمد صادق دا ودانۍ رسماً ننګرهار پوهنتون ته وسپارله، د ننګرهار پوهنتون رئيس ډاکټر صابر مومند وويل: خوشاله دى چې نن ورځ د دغسې يوې ښکلې او مهمې ودانۍ د تسليمۍ وياړ لري.

دا ودانۍ به يقيناً چې د ننګرهار پوهنتون د سلګونو محصلينو د تدريس د ځاى او عملي کار له پلوه موجوده ستونزې حل کړي. ده وويل: سره له دې چې د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې د ساينس پوهنځى فعلاً موجود نه دى او راتلونکي کال ته به له خېره دا پوهنځى تآ سيسېږي خو فعلاً به موږه د نورو موجوده پوهنځيو ستونزې په همدغه ودانۍ حل کړو.

د ننګرهار پوهنتون محصلين ډېر خوښ وو، چې ودانۍ ورته جوړه شوه. دوي د نورو مرستندويه هېوادونو نه غوښتنه لري، چې هغوي دې هم د همدغسې ذوق له مخې اساسي ودانۍ جوړې کړي.

د ارسلا په نامه د ادبياتو پوهنځي يوه محصل وويل: د پاکستان هېواد نه مننه پکارده چې دغسې يو اساسي ودانۍ يې ورته جوړه کړه، خو نورو نړۍ والو ته شرم پکار دى چې له پنډونو- پنډونو ډالرو سره بيا يې هم داسې ودانۍ جوړې کړي چې په معمولي زلزله يې کونجونه غورځېدلي او کېفېت يې ډېر خراب دى.

د ننګرهار د پوهنتون رئيس د محصلينو د غوښتنو په ځواب کې وويل: د اساسي کار کول او نه کول د مرستندويانو په مرستې پورې اړه لري او دا هغوي دي، چې د کار د ټيټ کېفيت په اړه بايد ځواب ووايي.

راپور- محمد داود وفا،جلال اباد
XS
SM
MD
LG