د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

م.م:طالبان اوس پوه شوي چې په افغانستان کې جګړه نشي ګټلای


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو خاص استازی سټیفن دیمیستورا
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو خاص استازی سټیفن دیمیستورا
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو خاص استازي د چهارشنبې په ورځ وویل، طالبان اوس په دې پوه شوي دي چې په دې هېواد کې روانه جګړه نه شي ګټلاي.

سټیفن دیمیستورا ویلي، سره له دې چې طالبان په دې اعتراف نه کوي خو په خپل منځ کې په دې پوه شوي چې بری نه شي ترلاسه کولای.

د کابل لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي د امنیت شورا په غونډه کې د خبرو پرمهال وویل، په دې ټول لوري پوهیږي چې په افغانستان کې روانه لانجه یوازې سیاسي حل درلودلای شي.

سټيفین ډي میستورا وویل، دا چې د افغانستان مسله له سیاسي لارې حل کېدای شي اوس ټولو ته جوته شوې ده او له همدې کبله د حکومت په مشرۍ د سولې هلې ځلې مهمې دي.

ده زیاته کړه، چې د افغان امنیتي ځواکونو او ناټو قواوو ګډو پوځي هڅو ښه نتیجه ورکړې او د ریښتوني پرمختګ نښې یې لیدل کیږي، د ډي میستورا په وینا دا حقیقت چې په حالاتو کې مثبت بدلون راغلې ښايي وسله وال طالبان دې ته تشویقیږي چې یوه بله حمله ترسره کړي.

له دې امله د ملګرو ملتونو دا لوړ رتبه دیپلومات اټکل کوي، چې افغانستان ښايي د ډیرښه کېدو په لور په دې مزل کې ښايي له ډیرو ترینګلو حالاتو تیریدو ته اړ شي.

سټیفن ډې میستورا وویل، په جنوب کې د سترو پوځي عملیاتو له پیل سره وسله والو طالبانو د خلکو په غافلګیر کولو پيل وکړ او په داسې ځایونو کې ناڅاپي حملې وکړې چې چا یې اټکل نه کاوه .

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې پرون د روسيې سفیر ویتالي چورکین د افغانستان په شمال کې د بې امنیتۍ له زیاتېدو اندیښنه څرګنده کړه.

له افغانستان څخه د ملګرو ملتونو په درې میاشتني رپوټ کې وویل شول، چې د بې امنیتي پېښې په تیر یوه کال کې شپږشپیته فیصده زیاتې شوي دي.

رپوټ همدا راز وویل، چې په تیرو لسو میاشتو کې لږترلږه شپږ زره دوه سوه ملکي کسان په وسله والو نښتو کې زخمیان او یا وژل شوي دي .

د کابل لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي استازي د امنیت شورا ته وویل، په دې ټول پوهیږي چې د افغانستان مرکزي حکومت د امکان تر حده زیات او ژر د ټولو چارو د مسولیت اخیستلو هڅې کوي او ملګري ملتونه په دې برخه کې همکارۍ ته تیار دي.
XS
SM
MD
LG