د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

افغانستان او عراق کې د امريکا پخوانی قومندان مک کريسټال کتاب ليکي


متقاعد جنرال مک کریستل
متقاعد جنرال مک کریستل
جنرال سټينلې مک کریستل د تېر جون میاشت کې هغه مهال له دندې لیرې شو چې د ولسمشر بارک اوباما د ادارې چارواکې یي په سپک نامه یاد کړل، دی غواړي د خپل عسکري خدمت او کارونو یو کتاب یا اثر چاپ او خپور کړي.

متقاعد جنرال مک کریستل اسوشیتد پرس اژانس سره په یوې ټیلیفونې مرکې کې ویلي، دی به په خپلې دي لیکنې کې د وروستيو مخالفتونو یادونه هم وکړي، خو په مجموعي او پراخ ډول به له ۱۹۷۰ لسیزې راهیسې د امریکا د متحده ایالاتو په پوځ کې د خپل خدمت او کارونو او په پوځ کې د بدلونونو په اړه هم ولیکي.

جنرال مککریستل وایي، په خپلې دي لیکنې کې به په مطلق ډول له صداقت نه کار واخلي خو نه غواړي چې د جګړو د کارونو په اړه څه ولیکي.

۵۶ کلن متقاعد جنرال وایي، غواړي هغه یاد داشتونه او تاریخي مسلې ولیکي چې واقعي ارزښت لري، دا به داسې شیان نه وي چې په ورځنیو خبرونو کې به منعکس کیږي. دا به د اوږدې مودې ارزښت ولري.

د جنرال مک کریستل د پوځي خدمت زیاته موده په تروریزم ضد جګړې کی تېره شوې، القاعده شبکه یي مطالعه کړي او پټ یرغلونه یي تنظیم کړي دي.

ده په ۲۰۰۶ کال کې په عراق کې د القاعده شبکې د مشرابو مصعب ال زرقاوي د نیولو لپاره علملیات تنظیم کړی و او په دې کار کې ښه وستایل شو، هاغه وخت د ده تر قوماندې لاندې ځواکونو د بغداد په هوایي ډګر کې زندان جوړ کړی و او له بندیانو سره په ناوړه چلند یي د بشري حقونو فعالانو اعتراضونه کول.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ۲۰۰۹ کال جون میاشت کې، جنرال مککریستل په افغانستان کې د جګړې د چارو مشر وټاکه خو یو کال وروسته چې کله ده د رولینګ سټون مجلې سره مرکې کې د امریکا د حکومت سیاسي مشران او چارواکي په سپکو نومونو یاد کړل، ولسمشر اوباما نوموړی جنرال له دندې ګوښه کړ.

د څلور ستورو دا جنرال د جولای میاشت کې له ټولو پوځي ویاړونو سره تقاعد شو، کله چې له جنرال مک کریستل څخه وپوښتل شول چې ایا په خپل کتاب کې به دا ولیکي چې: ښه به وای که چیرې په خپلو تېرو خبرو یي دوه ځلې فکر کړای او بیایي کړی وای، ده په ځواب کې وویل، حتما ما هیله درلوده چې خبره به دې مرحلې ته نه رسیږي خو پوره باور لرم، کله چې سهار له خوبه راپورته شوم د تېرې ورځې د څرګندونو په اړه مې افسوس نه درلود.

متقاعد جنرال مککریستل وایي، د ځينو فوق العاده عالي پوځي او ملکي مشرانو تر قوماندې لاندې یي هم کار کړی او غواړي د خپلو زده کړو په اړه هم ولیکي.

جنرال مک کریستل وایي، په خپل دغه کتاب یي کار پیل کړی او ممکن په ۲۰۱۲ کال کی بشپړ او چاپ شي، دی وایي، د کتاب په لیکلو کې به ده ته نږدې او د اعتماد وړ کسان هم مرسته کوي. ده د دغو کسانو نومونه په ډاګه نه کړل.

د امریکا د پورتفیلیو په نامه کتاب چاپولو کمپنۍ رییس ادریان زاکهایم چې د جنرال مککریستل دا کتاب به خپور کړي، وایي: که څه هم چې جنرال سټینلي مککریستل د عراق او افغانستان په جګړو کې د خبري رسنیو په راپورونو او خبرونو کې را څرګند شوی خو زیات شمېر خلک نه پوهیږي چي مک کریستل څه ډول شخص دی او څه یي کړي دي.

د جنرال مک کریستل د کتاب له خرڅلاو څخه د عاید اټکل نه دی په ډاګه شوی خو دی وایي، د تر لاسه کیدونکو پیسو یوه برخه به د یلوریبین په نامه غیر انتفاعي سازمان ته ورکړي چې په جګړو کې د ټپي شوېو پوځيانو او د هغوي له کورنیو سره مرستې کوي.
XS
SM
MD
LG