د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۳۰

احمدي:په لسګونه زره کیلوګرامه نشه يي توکي مو کشف او ضبط کړي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال باز محمداحمدي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په تېرو درېو میاشتو کې د نشه يي توکو د کشف او ضبط او د قاچاق وړونکو د فعالیتونو د مخنیوي په اړه د پام وړ لاس ته راوړنې لرلي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال باز محمداحمدي، چې د چهار شنبې په ورځ يي د تېرو درېو میاشتو د لاسته راوړنو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکول، وویل:

( په تېرو درېو میاشتو کې مو یولس زره او ۳۱۳ کیلوګرامه تریاک ، ۲۶۲۶کیلو ګرامه هیروئین ، ۹۷۹ کیلوګرامه مورفین ، ۵۸۸۷ کیلوګرامه چرس، ۳۷۶۷۶کیلوګرامه کیمیاوي مواد نیولي، ۲۲ لابراتوارونه مو له منځه وړي، ۸۱۸۴ بوتله الکول مو نیولي او ۳۷۳ مشکوک کسان مو نیولي دي ۷۴ موټر ضبط کړي او ۱۹۵۳۷ کیلوګرامه نشه يي مواد مو سوځولي دي.)

ښاغلي احمدي زیاته کړه، چې ډېری دغه نشه يي توکي له نا امنو ولایتونو لکه هلمند، کندهار ، ننګرهار او بدخشان څخه تر لاسه شوي دي.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت همدا راز وايي، چې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره يي بودیجه ځانګړې کړې ده:

( دولت دوي ته د درملنې او اوسېدو لپاره بودیجه ځانګړې کړې ده، په پام کې ده، چې د ۵۰۰ اخته کسانو لپاره يي د اوسېدو ځای برابر کړي، چې د پاتې کسانو لپاره، چې دلته کورونه هم نه لري پاملرنه وشي، تاسو ګوری، چې ۸۰ فیصده اخته کسان په ګاونډیو هېوادونو کې روږدي شوي دي، موږ تمه لرو چې په دې سړې هوا کې روږدي کسان راټول کړو، د دوي لپاره بودیجه هم منل شوې ده.)

ښاغلي احمدي زیاته کړه، چې دوي په دې وروستیو څو ورځو کې په کابل ښار کې په نشه یي توکو ډیر شمېر روږدي کسان راټول کړي او په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

دغه وزارت تل د نشه يي توکو د کشف او د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو د نیولو خبر ورکوي، خو ځینې کتوونکي انتقاد کوي چې تر اوسه پورې د لویو قاچاق وړونکو په نیول نه دي بریالي شوي.

خو د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال وايي، چې د نشه يي توکو ډېری لوی قاچاق وړونکي له هېواده بهر ژوند کوي، چې د هغوي نیول ډېر ستونزمن دي.

خبریاله ماریا صدیقي،کابل
XS
SM
MD
LG