د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۲ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۲۳

ایساف:د امنیتي چارو له سپارلو وروسته په جنګي عملیاتو کې برخه نه اخلو


د ایساف ځواکونو مرستیال جنرال جیمز بکنل
په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونو مشران وایي، دوي هڅه کوي په راتلونکو څو کلونو کې خپلې لاس ته راوړنې خوندي کړي، څو افغان ځواکونو ته د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال بهیر په بریالۍ توګه ترسره شي.

د ایساف ځواکونو مرستیال جنرال جیمز بکنل، د چهار شنبې په ورځ په کابل کې د رسنیو استازو ته په خبرو کې که څه هم دا ومنله، چې د تیرې کابو یوې لسیزې لاس ته راوړنې یی خامې دي، خو په راتلونکو څلورو کلونو کې به پر دې زیات تمرکز وشي.

جنرال جمیزبکنل وویل، چې د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال بهیر به د شرایطو په پام کې نیولو سره پرمخ وړلې کیږي:

(زه فکر کووم، چې په راتلونکو څلورو کلونو کې موږ دې ته اړتیا لرو، چې په افغانستان کې خپلې لاس ته راوړنې خوندي کړو، دا د انتقال مهم اصول دي، چې موږ به په هغو ولایتونو کې تر هغې د انتقال په برخه کې اقدام ونه کړو، چې امنیت او حکومتداري یي زیانمنونکې وي. دا هغه څه دي، چې موږ ورته باید له اوسه نه متوجه واوسو.)

جنرال بکنل دا په ډاګه کړه، چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې افغان ځواکونو ته د امنیتي مسؤلیتونو له سپارلو وروسته د ناټو مسؤلیتونه پای ته نه رسیږي، بلکه د ده په وینا ناټو د تروریزم په خلاف مبارزې ته ژمن دې.

دغه بریتانوي جنرال که څه هم له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو د حضور دوام تایید کړ، خو دا یي و نه ویل، چې په مجموع کې به په څومره شمېر کې د ناټو ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي.

افغان ځواکونو ته د امنیتي مسؤلیتونو د سپارلو بهیر په داسې حال کې د پېلېدو په حال کې دې، چې لا هم دا ځواکونه لا په سمه توګه نه دی سمبال او کتونکي دوي ته د ټانک او الوتکو په څیر د مهمو جنګي ماشینونو ورکول ضروري بولي.

خو جنرال بکنل وویل، چې ناټو په دې برخه کې کار کوي او امریکا د دې کار لپاره له لسو میلیارډو ډالرو زیاته بودیجه ځانګړې کړې ده:

(د افغان امنیتي ځواکونو د روزلو لپاره سږ کال د امریکا کلنې بودیجه دولس میلیارډه ډالره ده، چې د دې پروګرام له مخې به په زیات شمېر کې وسلې وسایل، موټرې او نور تاسیسات جوړیږي. دا د دې هېواد د راتلونکې لپاره مناسب رقم دې.)

جنرال بکنل وویل، چې د افغان پولیسو د روزل او سبمالول هم د دوي په کاري پروګرام کې شامل دي.

افغان ځواکونو ته د امنیتي مسؤلیتونو د سپارلو بهیر د افغان حکومت په غوښتنه له راتلونکې کال نه پیلیږي، چې د لیزبون په غونډه کې په دې اړه پراخ بحثونه هم وشول.

له بل لوري افغان چارواکو هم د ملي اردو د روزلو بهیر ګړندې کړې او ویل کیږي، چې اوس مهال یي شمېر له یو لک او پنځوس زرو اوړي.

خو دا، چې تر ټاکلې نېټې پورې به افغان ځواکونه په خپل هېواد کې د امنیت د ساتلو جوګه شي او که نه دا هغه پوښتنه ده، چې وخت به یي ځواب ووایي.
XS
SM
MD
LG