د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

فیفا:یو شمېر کاندیدانو د خپلو کمپاینونو لګښت د انتخاباتو کمیسیون ته کم ښودلې


د فیفا اجرايوي رئیس جانداد سپین غر
د فیفا اجرايوي رئیس جانداد سپین غر
د ولسي جرګې د تېرو انتخاباتو په سر د لانجونو او انتقادونو په دوام، د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا په خپلې یوې ارزیابۍ کې د کاندیدانو د لګښتونو، همداراز د انتخاباتو د اړوندو ارګانونو د چلند په اړه انتقادونه کړي دي.

دوي دغه ارزونه د بیلګې په توګه د کابل د دوه ویشتو کاندیدانو په اړه کړې، چې بېلابېلو ستونزو ته په کې ګوته نیول شوې.

د فیفا اجرايوي رئیس جانداد سپین غر وايي، عمده ستونزې د کمپاینونو په لګښتونو کې سرغړونې، د قانون د پلي کولو لپاره انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د ظرفیتونو نشتوالی دی، نوموړي په کابل کې په دې اړه خبریالانو ته وویل:

(زموږ عمده اندیښنه په پروسه کې د کاندیدانو د مالي منابعو د کنټرول په اړه په موجوده قوانینو او طرزالعملونو کې پرتې ستونزې دي او بل دا چې دغه قوانین چې په کاندیدانو باندې باید تطبیق شي په کمیسیون کې دی ظرفیت ته پاملرنه نه ده شوې، که د پرسونل تشکیلات وګورو خورا کم دي او همدا راز که ولایتي دفترونه یي وګورو په دی نوم هیڅ دیپارتمنت نه لري، نو دا ټول دا زمینه مساعده کوي هغه مقررات چې کاندیدانو ته په پام کې نیول شوي دي په کاندیدانو سم تطبیق نه شي،نو موږ یي اندیښمن کړي یو او غواړو چې په راتلونکي کې باید دې برخې ته پاملرنه وشي، هم ظرفیت لوړ شي او هم په قوانینو کې اصلاحات راولو.)

ښاغلی سپین غر وایي، دوي چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته د سرغړونو او درغلیو کومې نږدې نهه سوه قضیې استولې وې، دغه کمیسیون یې په اړه سم اجراات نه دی کړی، خو بل پلو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکي د فیفا د چارواکو دا څرګندنې ردوي او وایي چې د دوي اجراات قانوني دی او له ټولو کاندیدانو سره یي یو شان چلند کړی دی.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند تابش فروغ ازادۍ راډیو ته په خپلو خبرو کې داسې وویل:

(موږ د انتخاباتو د پروسې ټولو کاندیدانو ته په یو او عادلانه نظر کتلی دی، د افغانستان د اوسیدونکي په توګه مو ورته کتلی دی، چې د ټاکل کېدو حق لري،نو زموږ له خوا هیڅ تبعیض نه دی شوی.

زما په اند د تورنو لګول، انتقاد کول خبرې کول اسانه کار دی، هیله مند یو زموږ دوستان دی د خپلو اسنادو او شواهدو په وسیله دی روښانه کړې چې څوک په حقه دی.)

د ولسي جرګې د انتخاباتو په برخه کې د نورو لانجو سر بیره داسې مهال دا نوی څرګندوي کیږي، چې په دې انتخاباتو کې د درغلیو د څیړلو لپاره د سترې محکمې له خوا د یوې ځانګړې محکمې د جوړېدو پریکړه شوې.

ټاکل شوې چې د سترې محکمې له خوا دغه ځانګړې محکمه د جمهوري ریس له منظور وروسته دایره شي چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د شوېو درغلیو او سرغړونو په اړه به شته قضېي وڅیړي، یو شمېر معترض کاندیدان هم د دې ځانګړې محکمې کړنو ته سترګې په لار دی.

راپور : ذکیه غیاثي،کابل
XS
SM
MD
LG