د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۸

دفاع وزارت:د ملي پوځ شمېر یولک او پنځوس زرو ته ورسېد


د افغانستان د ملي اردو د سمبالولو او زیاتولو د هڅو په دوام د دفاع وزات وايي، چې د دې اردو د سرتېرو شمېر یو لک او 50 زرو ته ورسېد.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند ظاهرعظمي د چهارشنبې په ورځ د خپلو میاشتنیو لاسته راوړنو او ستونزو یادولو تر څنګ وویل، چې د ملي پوځ د ډیرولو بهیر په پوره بریالتوب سره روان دی:

“ د خوښۍ خبره ده، چې د ملي پوځیانو شمېر یو لک او پنځوس زرو ته ورسېده او دا بهیر په ښه ډول روان دی او د زماني جدول سره سم چې موږ 171600 تنو ته ورسېږو لا څو میاشتې مخکې یو.”

ټاکل شوې چې د 2014 کال تر پایه، د لیزبون له پرېکړې سره سم، د افغانستان د ټولو امنیتي چارو مسئولیت افغان ځواکونو ته وسپارل شي او نړېوال ځواکونه به یوازې په افغانستان کې د ملاتړې رول لري.

افغان حکومت له امریکا او نړېوالې ټولنې غوښتې، چې تر هغه وخته د افغان ځواکونو په ښه روزلو او سمبالولو کې لازمې مرسته وکړي.

ظاهر عظمي وویل، چې افغان پوځیان په بېلابېلو وسلو سمبال شوي، خو لا هم په ځینو برخو کې له ډیرو ستونزو سره مخ دي.
ده وویل، چې په هوايي ځواک کې ډیرې ستونزې لري او باید نړېواله ټولنه افغان ځواکونو ته تر مسئولیت سپارلو او ټاکلي وخت مخکې خپلې مرستې ورسوي:

“ موږ د ناټو په سټنډرډ وسلو سمبال شوي یو، یوازې په دوو برخو کې ستونزې لرو، یو زریدار ځواک او بل په ریکتف سلاوو کې او موږ غواړو چې دا ژر راشي.

په هوايي ځواک کې زموږ ستونزې خورا ډیرې دي، تر اوسه زموږ د ترانسپورټ برخه نه ده فعاله شوې او د رادار او دافیاوا په دوو ټولګیو کې هم ستونزې لرو، له نړېوالې ټولنې مو هیله دا ده چې په دې برخه کې ژر مرسته وکړي.”

ښاغلي عظیمي وویلو چې د روان میلادي کال له پیله تر اوسه 806 تنه افغان پوځیان په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.

یو شمېرافغان کارپوهان په دې باور دي چې اوس مهال افغان امنیتي ځواکونه د کمیت او کیفیت له پلوه ستونزې لري او که چېرې یې د شمېر په ډیرېدو او په وسلو سنبالولو کې نړېواله ټولنه جدي مرسته ونه کړي نو ښايي له پلان سره سم په راتلونکو څو کلونو کې د امنیتي مسئولیتونو د اخیستلو جوګه ونه اوسیږي.

راپور-معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG