د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۱۳

په باغیس کې ۴۵ کسیزه وسلواله ډله دولت ته تسلیم شوه


د مخالفو وسله والو یوه پینځه څلویښت کسیزه ډله په بادغیس کې افغان چارواکو ته تسلیم شوه .

د دې ډلی مشرې قوماندان غلام سخې کوله او د بادغیس ولایت د قادیس په ولسوالۍ کې اوسیده، د سیمو د خلکو او سپین ږیرو په منځګړیتوب د دې ډلې ټولو غړو خپله وسله په مځکه کیښوده او له دولت سره یو ځای شوه .

د بادغیس د والي ویاند حاجې شرف الدین په تیلیفون کې ازادۍ راډیو ته وویل، له دې کسانو سره سپکې او درنې وسلې وې چې هغه یې هم تسلیم کړې دي.

دا پینځه څلویښت کسیزه ډله، چې قوماندان غلام سخې یې مشری کوله د سې شنبې په ورځ لس بجې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې له دولت سره یو ځای شوه .

تسیلم شوېو کسان له دولت څخه غوښتنه کړې، چې ورته د کار زمینه برابره کړي او دوي ژمنه کړې چې که چیرته د کار امکانات ولري نو وسلې ته به لاس نه کړي.

د بادغیس د والی د ویاند په حواله سږکال په بادغیس کې څه باندی درې سوه تنه له دولت سره یو ځای شوي دي.
XS
SM
MD
LG