د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۱۸

د وسلوالو مخالفینو په ولکه کې فرانسوي خبریالان ښايي ژر خوشې شي


فرانسی پرون هیله وښوده، چې دوه فرانسوي خبریالان چې له نژدې یوه کال راهیسې په افغانسان کې د وسله والو طالبانو په ولکه دي، ښایي ژر خوشې شي.

دا وروسته له هغې چې په وروستیو کې د دغو دووخبریالانو یوه ویډیو خپره شوه چې په هغې کې دوي ښیي چې روغتیایي حالت یي ډیر ښه دی.

د فرانسې د بهرنیو چار وزیرې میشل الیوت مري وویل، دولت د دغو خبریالانو ویډیوي فلم تر لاسه کړی او د فرانسې د ټلویزیوني شبکو د ډلې مشر چې دغو خبریالانو ورته کار کاوه ویلي چې دغه ویډیویي فلم د هغوي د خلاصون په هڅو کې د پرمختګ نښه ده.

دغه دوه خبریالان چې د فرانسې دریم ټلویزیوني چینل ته یي کار کاوه، د ۲۰۰۹ م کال په وروستی ورځ له شمالي ولایت کاپیسا څخه له خپل افغان ډریور او ترجمان سره یوځای تښتول شوي دي.

الیوت مري د هېواد د پارلمان ولسي جرګې ته وویل، موږ هیله من یو چې د افغانستان د حکومت د هلوځلو په نتیجه کې دغه خبریالان ژر ازاد شي.

د بهرنیو چارو وزیرې وویل، دغه ویډیو چې د نومبر په میاشت کې ډکه شوې ښیي چې دغه خبریالان په ښه حالت کې دي.

د فرانسې د ټلویزیوني شبکو د ډلې مشر وویل، چې په دغه ویډیو کې خبریالانو له خپلو کورنیو سره د زړه خواله کړی او هغه ښیي چې د دوي د خلاصون لپاره خبرې اترې روانې دي.

په اپریل میاشت کې وسله والو طالبانو په یوې خپرې کړي ویډیو کې د دغو خبریالانو د خلاصون په بدل کې د زنداني طالبانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه، په دې فلم کې خبریالانو ویلي وو، چې که د طالبانو غوښتنې ونه منل شي نو دوي به ووژني.

په افغانستان کې له دغو دوو برمته شوېو فرانسویانو سربیره په مالي او سومالیا کې هم شپږ تنه فرانسویان یرغمل دي.
XS
SM
MD
LG