د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۴۴

ملګري ملتونه په افغانستان کې ملکي تلفات په سلو کې شل زیات ښيي


ملګري ملتونه وايي، چې د روان ميلادي کال په لومړېو لسو مياشتو کې، د تېر کال د همدې مودې په پرتله، په افغانستان کې ملکي تلفات په سلو کې شل زيات شوي دي.

د ملګرو ملتونو د روانې مياشتې د ربعوار راپور پر اساس، د روان ميلادي کال د جنورۍ او د اکتوبر د میاشتې تر وروستيو پورې په افغانستان کې د نا امنيو له کبله ٦٢١٥ ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتي، چې په دې بهير کې ٢٤١٢ ملکيان وژل شوي او ٣٨٠٣ يې ټپيان شوي دي.

د راپور له مخې طالبان او د دولت نور وسله وال مخالفین په سلو کې د ۷۶ ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مسول بلل شوي، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله یو پر دریمه زیاتوالی ښیي.

د ملګروملتونو عمومي منشي بانکي مون په راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د جګړو د شدت قربانیان تر اوسه ملکي وګړي دي، د ۲۰۱۰ کال په لومړېو لسو میاشتو کې ملکي مرګ ژوبلې په سلو کې شل زیاتې شوي دي.

په راپور کې ویل شوي دي، چې د وسله والو مخالفینو له خوا د ځان وژونکو حملو او په کور کې جوړو شوېو بمونو له امله ۹۹۸ کسان وژل شوي چې د ا د ټولې مرګ ژوبلې په سلو کې پنځه پنځوس جوړوي.

له دغو پېښو سره په تړاو د ملکي ټپیانو شمېر ۲۰۶۲ کسانو ته رسي چې دا د ټولو ټپیانو په سلو کې اویا جوړوي.

په راپور کې دغه راز د حکومت پلوي امریکایي او ناټو ځواکونه هم د ملکيانو د وژنې په سلو کې د دولسو مسوول بلل شوي دي، چې دا د دغو ځواکونو لپاره د تېرکال د همدې پرتله په سلو کې اتلس کموالی ښیي.

د راپور له مخې د ۷۴۲ ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مسول حکومت پلوي ځواکونه بلل شوي، چې زیاتره دغه مرګ ژوبلې د هوایي بمبارد له کبله رامنځ ته شوي دي یانې په هوایي بمبارېو کې ۱۶۲ کسان وژل شوي او ۱۲۰ نور ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له خوا د ملکي تلفاتو مسله د دې سبب شوې چې د افغانستان د حکومت او د هغه د لویدیځو پلویانو ترمنځ یودرز رامنځته شي.

د ملکي تلفاتو اندیښنو ته په پام سره پوځي قوماندانو د جګړو په جریان کې له هوایي قوې څخه په کاراخیستو سخت شرایط وضع کړي دي.
XS
SM
MD
LG