د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

افغانستان د سایواک مشري په غاړه واخیسته


 د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال استاد واصل نورمهمند
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال استاد واصل نورمهمند
په کابل کې د سایواک یا (( د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د ابتکار د ټولنې)) د ادارې له پرانیستل کېدو سره ، د کار او ټولینزو چارو د وزارت چارواکو وویل چې د جنوبي اسیا د همکارۍ د سازمان له غړو هېوادونو سره به د دوي اړیکې نورې هم پراخې او داسې ګډ پلانونه به ترتیب کړي چې، په افغانستان او د جنوبي اسیا په اتو هېوادونو کې د ماشومانو پر وړاندی د زور زیاتې پېښې کمې کړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال استاد واصل نورمهمند چې د یادې ادارې مسئولیت هم ورپه غاړه شو، د سې شنبې په ورځ یي خبریالانو ته وویل چې، دی به زیاته هڅه وکړي چې د هېواد او سیمې د ماشومانو پر وړاندې د خشونت د مخنیوي، پنځه کلن پلان په هېواد او سیمه کې په بري سره پلي کړي:

(د سارک د سازمان له غړو هېوادونو سره به په دې برخه کې اړیکې ټینګي او ګډ پلانونه به جوړ کړي، په هېواد کې به یي خپلو سیمه ایزو ادارو ته وسپارو چې پلي یي کړي د شوېو اقداماتو راپور به د سایواک له غړو هېوادونو شریکوو او په هکله به یي ګډ اقداما ت کوو.)

افغانستان په دوه زره پنځم میلادي کال کې د سایواک یا( د ماشومانو پر وړاندې د زور زیاتي د مخنیوي د ابتکار د ټولنې) او په دوه زره اووم میلادي کال کې یي، د سارک یا د جنوبي اسیا د همکارۍ د سازمان غړي شو.

واصل نور مهمند وویل، سره له دې چې په هېواد کې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د دولت او یو شمېر بهرنیو موسسو له خوا هلې ځلې روانې او تر اوسه یي له شاوخوا دوه میلیونو اړو، ماشومانو سره مرستې کړي دي ، خو بیا هم په هېواد کې څه کم پنځه میلیونه داسې ماشومان شته چې د زور زیاتې له ګواښ سره مخ دي.

ښاغلي مهمند وویل، دې ستونزې ته یي هم د ماشوم د خوندیتوب د سیمه ایزو ادارو له لارې پلانونه ترتیب کړي، چې د هېواد په کابو شلو ولایتونو کې د پلي کېدو په حال کې دي:

(موږ د هېواد په اته ویشتو ولایتونو کې درې اتیا سیمه ایزې ادارې لرو، د دې ادارو غړو پولیس،څارنوالان، ډاکتران، د پوهنې منسوبین او داسې نور دي او په ګډه سره پېښې څیړي اوهر ېو په خپله برخه کې اجرا ات کوي.)

د کار او ټولنیزو چارو د وزارت له څرګندونو سره سره، خلک وایي چې زیاتره ماشومان چې، له زده کړو پاتې کیږي یا شاقه کارونو کوي یا بې لارې او یا تښتول کیږي،علت یي نا امنۍ، بې کاري، د خلکو ناپوهي، ناوړه دودونه او د کورنیو اقتصادي کمزورې دي.

خو افغان دولت وایي چې، د دې ستونزې حل ته یي، د شپږو وزارتونو څخه یو کمیسیون جوړ کړی، تر څو هر وزارت په خپله برخه کې، ځانګړي پلانونه ترتیب او د پلي کېدو په نتیجه کې یي شته ستونزې کمې کړي.
XS
SM
MD
LG