د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

په کابل کې د یونیسکو او ایسیسکو د فعالیتونو د همږغۍ سېمینار پیل شو


 د افغانستان د پوهنې وزارت مرستیال محمد صدیق پتمن
د افغانستان د پوهنې وزارت مرستیال محمد صدیق پتمن
په دغه سمینار کې به په افغانستان کې د یونسکو او ایسیسکو سازمانونو د پروژو په پلي کولو کې د اړوندو وزارتونو ترمنځ د همغږۍ په موضوع خبرې وشي.

د یونسکو او ایسیسکو سازمانونو د فعالیتونو د ملي کمسیون له خوا په جوړ شوي دغه سمینار کې، چې د دوو ورځو لپاره به دوام وکړي، د پوهنې، لوړو زده کړو او د اطلاتو او کلتور وزارتونو استازو برخه اخیستې.

د افغانستان د پوهنې وزارت مرستیال محمد صدیق پتمن د سې شنبې په ورځ د دغه سېمینار د پیل پر وخت وویل، هدف دا دی چې له یونیسکو او ایسیسکو سازمانونو څخه مرستې باید په همږغۍ وغوښتل شي:

(یوه ستونزه داده چې هر څوک کوښښ کوي چې له ډونرانو نه یوه څه واخلي خو په سمه لاره نه مصرفیږي ددې لپاره باید شفافیت رامنځته شي.

د پوهنې وزارت غواړي د یونسکو او ایسېسکو مرستې د خپل مرکزي دفتر له لارې برابرې کړي .)

په افغانستان کې د یونیسکو او ایسیسکو سازمانونو د فعالیتونو ملي کمېسیون د پوهنې وزارت په چوکاټ کې کار کوي او د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور، لوړو زده کړو او ځیني نورو وزارتونو استازي هم په کې ګډون لري.

خو د دغه کمېسیون چارواکي وايي، چې تر دې مخکې د دغو سازمانونو پروژې په افغانستان کې بې له همغږۍ پلي کېدې، چې په بشپړه توکه نه عملي کېدې
په افغانستان کې د یونیسکو او ایسیسکو د ملي کمېسیون استازي شفیع حقمل وايي، چې تر دې وروسته د دغو سازمانونو فعالیتونه باید د دې کمېسیون له لارې وشي:

(هر ډول فعالیت چې د یونیسکو او ایسیسکو له خوا په افغانستان کې عملي کیږي باید ددې لارې نه عملي شي.)

یونیسکو او ایسیسکو دوه هغه نړېوال سازمانونه دي چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې، په کلتوري، علمي او نورو برخو کې کار کوي.

په افغانستان کې د یونسکو او ایسیسکو سازمانونو پروژو د همغږي کولو لپاره دا هڅې په داسې حال کې روانې دي، چې د نه همغږۍ موجودیت د بیارغونې په ټولو برخو کې احساسیږي او د کتونکو په وینا تر هغو، چې د نړېوالو مرستو د لګولو لپاره یوه منظمه ستراتیژۍ رامنځ ته نه شي، کیدونکې مرستې به بې اغیزې وي.

راپور- معصوم میوند، کابل
XS
SM
MD
LG